د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزۍ ايجنسۍ کې د والي بال په مېدان کې چې مېچ روان ؤ ، په دغې مهال يوه بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې څلور کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي .
د ځايي چارواکو په وينا دغه پېښه د کوزې اورکزۍ ايجنسۍ د مرکز سره نزدې کډه کلايي علاقه کې د ماښام په وخت رامنځته شوې ، او د والي بال په ميدان کې چې په لويه شمېره کې کسان موجود وو ، بم چاؤدلی دی .
د چارواکو په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې ژوبل کسان نزدې روغتون او څه د کوهاټ روغتون ته وړل شوي دي .
ځايي چاوراکو وئيلي چې د چاؤدنې پلټنې کوي ، خو داسې مالوميږي چې چاؤدېدونکي بارودي مواد په مېدان کې اېښودل شوي وو ، او ډزول شوي دي .
د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .
دغه سيمه چې پکې د والي په ميدان کې چاؤدنه شوې ، د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو گڼ مېشته علاقه ده . او په دغې علاقه کې له دې وړاندې هم بمي چاؤدنې او د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي دي .