لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیکې هیلې: چې افغانان پر مخ ځي، پاکستان یې پر شا کوي


نیکې هیلې له وي.او.اې سره کارکوونکې خبریالې ګریټا وین سسټرین سره د مرکې په مهال
نیکې هیلې له وي.او.اې سره کارکوونکې خبریالې ګریټا وین سسټرین سره د مرکې په مهال

په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې نیکې هیلې وایي، په کابل کې یې په غونډو کې دا خبره ډېره اورېدله، چې هر کله افغانان د پرمختګ پر لور حرکت وکړي، پاکستان یې بیرته پرشا کړي، ځکه چې هغه وایي په افغانستان کې جنګېدونکي ترهګر لا د پاکستان په کنټرول کې دي

نیکې هیلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه پلاوي کې شامله وه، چې څو ورځې وړاندې یې أفغانستان ته سفر وکړ. هیلې امریکې ته تر را ستنېدو وروسته په خپلو څرګندونو کې ویلي، د افغانستان لپاره هغه ترهګر واقعاً یو خطر دی، چې پاکستان یې مرسته کوي. وایي یواځینۍ لاره چې موږ غواړو یو ارام او سوله ییز أفغانستان ووینو، هغه دا ده چې د ترهګرۍ دا خطر له منځه یوسو.

نیکې هیلې له وي.او.اې سره کارکوونکې خبریالې ګریټا وین سسټرین ته په مرکه کې ویلي، پاکستان ته یې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د ځپلو ویلي او هڅه یې کړې چې په دې برخه کې نیژدې کار ورسره وکړي، خو وایي پاکستان نه غوښتل چې دا کار وکړي.

هیلې وایي پاکستان په دې پوهول غواړي، چې امریکا ورسره سودا کوي او نه غواړي چې بیرته خپله پرېکړه واخلي او پاکستان ته په اربونو ډالر پوځي مرسته ورکړي، چې هغوی یې د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای د هغو ترهګرو پر پاللو ولګوي، چې زموږ سرتېري وژني:

"موږ بیا داسې نه شو کولای او د پوځي مرستې ځنډول مو هغوی ته یو پیغام دی. زه هیله منه یم چې زموږ دا کار به دوی د خبرو مېز ته راولي او دا احساس به ورکړي چې نور باید دا کار بس کړي"

نیکې هیلې وایي پر پاکستان د پوځي مرستې ځنډول او له هغه ځایه د ترهګرۍ خطر له منځه وړل نه یواځې د أفغانستان او سیمې په ګټه ده، بلکې دا د ټولې نړۍ په ګټه ده، ځکه یې دا کلک ګام واخیست.

هيلې له افغانستانه تر را ستنېدو وروسته دا هم ویلي، چې افغان حکومت مطمئن دی طالبان به د خبرو مېز ته ورسره کښېني، خو وایي له امریکې یې غوښتي چې پر پاکستان فشار لا زیات کړي، چې د خبرو مېز ته یې راولي او خپله رویه بدله کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG