لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کال 2011م په پيل کيدو نړۍ کې جشنونه او دستورې شوي


.
.

ټوله نړۍ کې د نوي کال 2011م هرکلى په جشنونو او گډاگانو سره کولى شي، دنړۍ گڼو لويو ښارونو کې دنوي کال دشپې په حقله خصوصي دستورې وشوې او داتش بازۍ شانداره څرگندونه وکړل شول.
دنوي کال دهرکلي لمړۍ دستوره دنيوزي لينډ اکلينډ ښار کې وشوه ، چرته چې دنوي کال هرکلي لپاره راټولو شوؤ په زرگونو کتونکو داتش بازۍ شانداره مظاهره وکتله.
په اسټريليا کې دنوي کال تر ټولو ستره دستوره دسډني هاربر برج کې وشوه ، دغلته ديوې اندازې مطابق د15ؤ لکو نه زيات کسان دنوي کال جشن نمانځلو او اتش بازۍ دکليزې مظاهرې کتلو لپاره راټول شوي وؤ.
دهانگ کانگ وکټوريه هاربر او تائيوان پايتخت تائي پى کې هم په زرگونو سيلگرانو او مقامي خلکو دجشن نمانځلو لپاره دنوي کال هرکلى وکړو.
په دغه موقعه دواړو ښارونو کې پټاخې خلاصې کړل شوې چې تر څو منټو پورې داتش بازۍ دغه مظاهره روانه وه.
وروستو دپاکستان او هند په شمول جنوبي ايشيائي هيوادونو کې هم دنوي کال 2011م دهرکلي دستورې ونمانځل شوې.
دپاکستان گڼو ښارونو او کليو کې ځوانانو دټولو په شکل کې په موټر سائيکلو او گاډو کې گزمې او گډاگانې کولې.
دشپې دولس بجو څخه سمدستي وروستو دپاکستان په گڼو ښارونو کې هوائي ډزې شروع شوې او په مختلفو مقاماتو اتش بازي هم وکړى شوه.
دگڼو پاکستاني ټي وي چينلو لخوا دنوي کال په راتلو دځانگړو نشرياتو اهتمام هم شوى ؤ چې پکې دنوي کال په مهال په ملک کې دامن وامان، او قوم دترقۍ او خوشحالۍ لپاره خصوصي دعاگانې وغوښتل شوې.
چين، روس، جاپان، مينځني ختيز، مشرق بعيد او دمينځنۍ ايشياء گڼو هيوادونو کې هم دنوي کال دهري کلي دستورې ونمانځل شوې او اولس په اجتماعي توگه جشن نمانځلو سره دنوي کال هرکلى وکړو.
دلندن دريائى ټيمز په غاړه داتش بازۍ کليزې مظاهرې کتلو لپاره ددوه نيمو لکو څخه زيات کسان راټول شوي وؤ.
دبرطانوي پارليمنټ ودانۍ په ټاور کې نصب بگ بينگ کلاک کې شپې ددولس بجو څخه سمدستي وروستو داتش بازۍ اغاز وشو.
کيتهولک عيسائي مذهبي پيشوا پوپ بيني ډکټ به دروم سينټ پيټر چرک کې دنوي کال په حقله جوړ شوي خصوصي ددعاگانو دستوره کې شرکت کوي، پوپ به په دغه موقع دخطبې ورکولو ترڅنگ خصوصي دعاگانې هم غواړي.
دنوي کال په لړ کې به يوه اهمه دستوره په نيويارک کې کيږي ، چې دچارواکو داندازې ترمخه دغلته به دلسو لکو څخه زيات کسان ټائمز اسکوائر ته ټوليږي او دنوي کال هرکلى به کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG