لاس رسیدونکی لینک

د شمالي وزيرستان کاپر د ټول پاکستان پنځوس کاله کیږي


د پاکستان په شمالي وزيرستان کې دومره قدرتي معدنیات پراته دي چې که چري ورباندې په سائنسي طریقه کار وشي نو نه یواځې دا چې په فاټا کې به ټول خلق په روزگار شي بلکې د هېواد د نورو برخو خلقو ته به پکې هم کارونه او روزگارونه پېدا کړې شي ، دا خبره په امريکه کې میشت یو پښتون جیالوجسټ ډاکټر عاصم یوسفزۍ ډیوه ریډیو سره په پروگرام واشنگټن ټو خېبر کې کړیده- ښاغلی یوسفزۍ واېي ددغه معدنیاتو زخیرې دومره ډیرې ډي چې په پیړو پیړو نه شي ختمیدلې- د وزيرستان د میرام شاه په 150 مربع کلوميټره سيمه کې پنځوس ميلینه ټنه کاپر یعني مِس یا تانبا پرته ده، یوسفزۍ واېي د کاپرو استعمال په ډیره مصنوعاتو کې کیږي خو تر ټولو زیات استعمال یې په لارو موټرو کې کیږي چې زیاتې گټې لري- د کاپرو د یو ټن بیعه دا وخت په نړيوال بازار کې 5500 ډالره ده او په دې حساب د وزیرستان د کاپرو وسنې قيمت 23 ټريلینه روپۍجوړیږي- ددې مطلب دا شو چې د کال 2015-16 د وفاقي بجټ 4.45 ټر‎یلينه پاکستاني روپو په حساب سره د کاپر دا خزانه د ټول هیواد په کلنو کیږي او که د فاټا نور وسایل ورسره شي نو بیا دهېواد بجټ تر پېړیو پوره کولې شي-

د فاټا ټوله رقبه 27000 زره مربع کلوميټره ده د جیالوجۍ یو چارواکې او کار پوهه مظهر علي خان واېي چې د جیولوجیکل څېړنو تر مخه کوله، سنگ مرمر، ماربل، تانبه، کرومائیټ، جپسم او د کمزورې درجې وسپنه په سيمه کې ډیره زیاته ده. په دې کې نن سبا په باجوړ، مومندو او خېبر کې نزدې څلور زره ټنه سنگ مرمر او په اورکزو کې زر ټنه کوئله روزانه راوځي

د یوسفزۍ دغه دعوا د هغه پښتنو دريز سم ثابتوي چې واېي پښتانه د سرو او سپينو په خزانه ناست دي- د چترال نه تر کوهاټ پورې او د شمالي وزيرستان نه تر خانوزۍ پورېپه دغه خاوره کې د قدرتي معدنیاتو لویې زخیرې خوندي دي-

د خېبر پختونخوا په 75000زره مربع کلو ميټره زمکه کې شمال پلو ته په چترال او ملاکنډ کې دپينځه درجو (کیټیگريز)کاڼیئزه زخیرې دي چې پکې تر ټولو ډېرې د ماربلو پنځوست قسمونواو گرینائټ قسمونه دي ددې نه علاوه لعلونه (جيم سټون) هم دي- په جيم سټون کې ایمرلډ (زمرد)، ټوپاز (پکهراج)، ایکوا مرين، او روبي-( یاقوت) ډیرزیات دي- ددې نه علاوه دغه علاقو کې مټالک منرلز (زره یئزه زخیرې) کې د سرو زرو او سپينو زرو زخیرې هم موجود دي-

د پښتون خوا په مایه معدنیاتو کې اوبه دترقۍ تر ټولو زبردسته وسیله ده، په دنیا کې د بجلۍ جوړولو لپاره نور قيمتي معدنیات په ډیره گرانه طريقه کارول کېږي خو دلته اوبو ډیرې او ویړیا دي او بجلي جوړول ترې ځکه اسان دي چې په قدرتي تو گه ورته لویې ډنډونه اوافشارونه ( چړونه) موجود دي-

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د هنگو نه ترد کوهاټ پورې په 150 کلوميټره اوږده ليکه د کوئلې زخيرې دي – د کار پوهانو په خیال په کوهاټ کې دومره ډیر گیس دی چې نه یواځی د ټولې صوبې ضرورت پوره کولي شي ولی په نورو یی خرڅولې هم شي- کارپوهان واېي چې په کرک کې د تیلو بی کچه لوېې زخیرې موجود دي او دا وخت صرف په یو کوهي کار شورو شوی دی چې په یو کال کې د ټولې گټې پينځه فيصده په حساب سره یې اتیا کروړه روپۍ د کرک خلقو ته ورکوي- ځيني کارپوهان واېي ددغه تیلو د کویانو مقدار د ایران د تیلو د کویانو هومره دی-

د پاکستان د پښتنو د سیمو څخه علاوه په افغانستان کې هم بې کچه معدنیات دي ښاغلي عاصم یوسفزۍ یو کتاب (افغانستان - فرام کولډ وار ټو گولډ وار) کې واېي چې د افغانستان د ټولو معدنیاتو مقدار، مرکز او قيمت د چين نه زیاتې قدرتي زخیرې دي چې پکې تیل، گیس،وسپنه، کاپر،او دې نه علاوه داسې ریئر ارت ایليمينټس (نایابه ځمکني توکي) دي چې په هائې ټیک انډسټريز (اعلا ټیکنالوجۍ صنعتونه) کې د راکټونو ، میزائلونو، پلازمه، ( عصري ټي وي) او جهازونو کې کارول کېږي- د افغانستان زیاتره معدنیات د افغانستان په کابل، پروان، لوگر، فراه اوهلمند کې دي چې د يو ایس جیو لو جيکل سروی تر مخه یی قيمت درې ټريلين ډالره دی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG