لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ته د شام او نورې نړۍ څخه د راتلونکو ګډوالو مسله


واشنګټن _ ډي. سي. په امریکا کې میشت کیدونکي کسان په ډیر احتیاط سره له ګڼو امنیتي پړاونو څخه تیریږي چې کله کله دغه بهیر تر دوو کالو پورې وخت نیسي.

د متحده ایالاتو د بهرینو چارو په وزارت کې د کډوالو د چارو مرستیال مارک سټوریلا وایي ''پدې خبرې غواړم ډیر ټینګار وکړم چې کډوال د ټولو هغو کسانو په منځ کې چې امریکا ته راځي له تر ټولو زیاتو امنیتي پړاونو څخه تیریږي.''

خو د زیاتو امریکانو تر غوږونو دا خبره نه رسیږي. د امریکا په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماند ډانلډ ټرمپ وايي ''اوس زه اورم چې امریکا به د سوريي شل زره کډوال ومني. زه نه پوهیږم خو کیداي شي پدوي کې د داعش کسان هم وي.''

پداسې څرګندونو سره د امریکانو ویره نوره هم زیاتیږي خو د کډوالو له حقونو څخه یوه دفاع کونکي لیوینیا لیمن وایي چې داسې خبرې بې بنسټه دي.

میرمن لیمن په متحده ایالاتو کې د کډوالو په چارو کې د یوې لوې ادارې مشره ده.

''د سپټمبر د یولسمې پیښې یو برید کونکی هم کډوال نه وه. د تیرو څوکلونو په موده کې په امریکا، پاریس او یا نورو برخو کې په یوې بدې پیښې کې کوم کډوال لاس نه درلود.''

که له یوې خوا د امریکایانو په مغزونو کې د ترهګریزو بریدونو څخه ویره په سر کې ځای لري خو له بلې خوا امریکا ته د سوريي او نورې نړۍ څخه د راتلونکو ګډوالو مسله په سیاسي فوټبال باندې بدله شویده.

د کډوالو په چارو کې د متحده ایالاتو د ادارې مشرې لیوینیا لیمن وایي ''په رښتیا هم د تیرو کابو څلویښتو کلونو په موده ما هیڅکله هم داسې نه دي لیدلي چې د کډوالو مسله دې دومره سیاسي شوي وي چې حتی د ولسمشرۍ د ټاکنو د کمپاین په سر کې ځای ونیسي. دا په رښتیا هم زما لپاره یوه نوې خبره ده.''

تیر کال له ټرمپ سره یوشمیر جمهوري غوښتونکو، د کانګرس غړو او له شلو زیاتو ایالاتونو مشرانو امریکا ته د سوريایي کډوالو د ننوتلو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

ولسمشر بارک اوباما نه یواځې دغه غوښتنه رد کړې وه بلکه دايې هم ویلي وه چې د کډوالو د نړیوال بحران د حل په برخه کې متحده ایالاتو کافي څه نه دي کړي.

بارک اوباما خپلې ادارې ته لارښونه کړې وه چې روان کال دې متحده ایالاتو ته د راتلونکو کډوالو شمیر ۸۵۰۰۰ ته لوړه کړي.

د اوباما ادارې ویلي دي چې په راتلونکي کال کې به متحده ایالاتو ته د کډوالو شمیر ۱۱۰۰۰۰ ته لوړه شي کوم چې په تیرو دوه لسیزو کې پدې هیواد کې ساری نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG