د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان په وژنه کې تورن عمران نن د خالي په ورځ د عدالت په وړاندې خپل جرم منلی.
د مردان پولیسو ویلي دغه تن (عمران) يې نن د مردان ځايي عدالت ته وړاندې کړی او عدالت ته په خپل بیان کې یې د مشال خان د وژنې پوره تفصیل وړاندې کړی. په خپل بیان کې عمران منلي هغه د کال ۲۰۱۴م راهسې د مشال خان سره په یو کلاس کې زده کړې کولې.
د عمران لخوا عدالت ته نور څه ویل شوي او د مشال خان په وژنه کې ککړو کسانو په نیولو کې تر وسه څه پرمختګ شوی. دغه تفصیل د ډیوه ریډیو خبریال ریاض حسین په لاندیني رپورټ کې وړاندې کوي. تاسو يې هم اوریدی شۍ.