لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د تشدد په پېښو کې نهه کسان وژل شوي


د رېنجر ترجمان وئيلي ، چې په کراچۍ ښار کې د تېرې شپې راهسې د وژنو په تازه پېښو کې يوه سياسي ډله ککړه ده
د رېنجر ترجمان وئيلي ، چې په کراچۍ ښار کې د تېرې شپې راهسې د وژنو په تازه پېښو کې يوه سياسي ډله ککړه ده

په کراچۍ ښار کې د تشدد په تازه پېښو کې لږ تر لږه نهه کسان په ډزو وژل شوي دي . وژل شوؤ کسانو کې د يوې دينې مدرسې دوه وروڼه طالبان هم شامل دي . د رېنجر ويان ترمخه ښار کې د وژنو د تازه پېښو په شا د يوې سياسي ډلې لاس دی .


په کراچۍ ښار کې د تشدد په تازه پېښو کې لږ تر لږه نهه کسان په ډزو وژل شوي دي . وژل شوؤ کسانو کې د يوې دينې مدرسې دوه وروڼه طالبان هم شامل دي . د رېنجر ويان ترمخه ښار کې د وژنو د تازه پېښو په شا د يوې سياسي ډلې لاس دی .
د پوليسو په وينا نن د خالي په ورځ سحر د گلشن اقبال په سيمه کې نامالومه وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي دي . د وژل شوؤ کسانو پېژندگلو د احسن العلوم نومې مدرسې د طالبانو عابد او ساجد په نومونو شوې ده ، او دوي دواړه وروڼه دي .
د پېښې وروستو د احسن العلوم مدرسې طالبانو د گلشن اقبال په نيپا چورنگۍ احتجاجي مظاهره کړی ، او احتجاجاً يې سړک بند کړی دی . له دې وړاندې هم د دغې مدرسې طالبان او يو استاذ د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي دي .
ښار کې د تشدد په نورو پېښو کې يو کس د سهراب گوټ ، يو په پخواني گوليمار او يو بل کس د گلشن حديد په سيمه کې نامالومه وسله والو په نخښه کړی دی . د پوليسو په وينا د بلديه ټاؤن نه د يو کس په ډزو وژل شوی مړی ترلاسه شوی دی .
د پوليس چارواکو په وينا د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې ناوخته د گلشن اقبال په مسکن چورنگۍ کې نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو د جوسو په يو دوکان ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې د دوکان مالک او هغه سره دوه نور کارکوؤنکي وژل شوي دي . او د ډزو له امله درې نور کسان ژوبل شوي هم دي .
کراچۍ ښار کې د تشدد د تازه پېښو رامنځته کېدو وروستو د رېنجر ويان لخوا په مطبوعاتو جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې ښار کې د تېرې شپې راهسې د وژنو په تازه پېښو کې يوه سياسي ډله ککړه ده . او دوي ته په دغې اړه شواهد مېلاؤ شوي دي .
د رېنجر ترجمان د کومې سياسي ډلې نوم نه دی په ډاگه کړی او زياته کړی يې ده ، چې سياسي ډله په ښار کې بدامني جوړول غواړي . ولې قانون نافذؤنکي ادارې به ښار کې د بدامنۍ جوړولو سازش کاميابېدو ته نه پرېږدي .
کراچۍ ښار کې د تېر کال د ستمبر د مياشتې د لمړۍ لسيزې راهسې د وران کارو په ضد هدفي عمليات دوام لري . د پوليس او رېنجر چارواکو په وينا ښار کې په څلورو مياشتو کې د هدفي وژونکو پشمول په بېلابيلو جرمونو کې تورن د ۱۰۰۰۰ نه زيات کسان نيول شوي دي .
د سندهـ صوبې وزيراعلي قائم علي شاه او د کراچۍ ښار د پوليس مشر اډيشنل ائي جي شاهد حيات وايې ، کراچۍ کې د عملياتو سره د بدامنۍ په پېښو کې کمې راغلی دی .
ولې په ښار کې د تېرو څو ورځو راسې د فرقه ايزه نښتو سره د هدفي وژنو پېښې رپورټ کيږي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG