لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس په کراچۍ کې د طالبانو مشر فضل الله د تره زوي د وژنې دعوه کړي


د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله
د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله

په کراچۍ کې پوليس چارواکو ادعا کړي چې په يوه نښته کې يې د پاکستاني طالبانو مشر فضل الله د تره زوی سره د درېو نورو مشکوک ترهګرو وژلی دی.

د کراچۍ ښار د مليرضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي راؤ انوار ویلي د ښار سهراب ګوټ سیمې سره نزدې يې يوه نښته کې یو تن خورشید وژلی چې د ملا فضل الله د تره زوی دی. هغه ويلي په دغه نښه کې درې نور ترهګر هم وژل شوي دي.

پوليس افسر ادعا وکړه خورشيد او هغه سره وژل شوي مشکوک ترهګر په ملاله يوسفزۍ او په پوځيانو باندې د بريدونوترڅنګ نورو ترهګرو عملياتو کې ککړ وو.

هغه وويل د وژل شوو وسله والو تعلق د تحريک طالبان سوات سره دی.

راؤ انوار له دې وړاندې ویلي وو چې پوليس د کراچۍ په سرجاني ټاؤن کې عمليات کړي دي.

پوليس افسر ویلي د اختر په ورځ د متحده قامي مومنټ پاکستان په يو مشر خواجه اظهارالحسن باندې بريد کوونکي تښتيدلي تن باندې يې چاپه وهلې او مشکوک ترهګر په پوليس ډزې کړي چې يو پولیس پکې ژوبل شوی او مشکوک وسله وال د موقعې نه په تېښته کې بریالی شوی دی.

په خواجه اظهار باندې د لوی اختر په ورځ بريد شوی د هغه يو ساتونکی او يو بل ماشوم پکې وژل شوي او هغه پکې په خپله روغ وتی و.

چارواکو د بريد په ځوابي ډزو کې د يو بریدګر د وژنې هم ويلي و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG