لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ بم چاؤدنه کې ٣ ماشومان وژل شوي


د پېښې د عيني شاهدينو په وينا مدرسه کې چاؤدنه په داسې حال کې شوې ، چې مدرسه کې ماشومانو سبقونه وئيل .
د پېښې د عيني شاهدينو په وينا مدرسه کې چاؤدنه په داسې حال کې شوې ، چې مدرسه کې ماشومانو سبقونه وئيل .
د پاکستان ترټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ په سائټ ټاؤن فرنټئر کالونۍ کې يوه ديني مدرسه کې دننه بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې لږ تر لږه درې ماشومان وژل شوي ، او د ۱۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .
د کراچۍ ښار سائټ ټاؤن په فرنټئر کالونۍ کې دغه پېښه نن د گل په ورځ د مومن اباد تهاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده .
د ښار د غربي سيمې د پوليس مشر ډي ائي جي جاويد عالم اوډهو پېښه کې د درې ماشومانو د وژنې پخلی کړی دی .
د پوليس چارواکو په وينا داسې مالوميږي چې نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو مدرسې ته دننه لاسي بم ويشتی ، او هغه چاؤدلی دی .
خو چارواکي وايي د چاؤدنې د علت مالومولو دپاره پلټنې پېل کړی شوي دي .
د پېښې د عيني شاهدينو په وينا مدرسه کې چاؤدنه په داسې حال کې شوې ، چې مدرسه کې ماشومانو سبقونه وئيل .
پېښه کې ژوبل ماشومان عباسي او سول روغتون ته وړل شوي دي ، او د روغتون چارواکو د درې ماشومانو د مړينې او ۱۱ نورو د ژوبلېدو پخلی کړی دی .
د روغتون د چارواکو په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې د اووه نه تر ۱۴ کاله عمر پورې ماشومانو ته مرگ ژوبله اوختې ده .
پوليس چارواکو وئيلي د چاؤدنې په وخت مدرسه کې د ۲۰ پورې ماشومان موجود وو .
کراچۍ ښار کې د تېرې جمعې او زيارت په ورځ پرله پسې دوه چاؤدنې شوې وې .
د جمعې په ورځ دهلي کالونۍ د جومات مخې ته شوي بمي چاؤدنه کې څلور کسان وژل شوي وو .
او د زيارت په ورځ د ښار په پخوانۍ سبزۍ منډۍ سيمه کې چاؤدنه کې د يو پوليس افسرپه گډون څلور کسان وژل شوي وو ، پوليس دغه چاؤدنه ځان مرگي بريد گرځولی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG