لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کېري: ايران سره د جوهري معاهدې په لړ کې خنډان موجود دي


د ايران د جوهري پروگرام په حواله کومې خبرې ته د رسېدو وروستۍ نېټه د نومبر ۲۴م ده .
د ايران د جوهري پروگرام په حواله کومې خبرې ته د رسېدو وروستۍ نېټه د نومبر ۲۴م ده .

د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي ، چې د ايران او نړيوالو قوتونو ترمينځ د ايران په جوهري پروگرام باندې معاهدې ته رسېدل لا د ځنډ ښکار دي . د جان کېري دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې د ايران په حواله د جوهري معاهدې کولو وخت بيخي نزدې شوی دی .

د امريکې خارجه وزير جان کېري د خالي په ورځ ويانا کې خبريالانو سره خبرې اترې کړي ، او هلته نوموړي د جرمني د خپل سيال سره هم ليدلي دي .

د جرمني خارجه وزير فرېنک والټر سټينميئر وئيلي اصل سوال دا دی ، چې ايا ايران د جوهري وسلې په حواله په تحقيق ختمولو راضي دی او که نه دی ؟

د خبري ادارې اې اېف پي ترمخه د ايران او نړيوالو قوتونو ترمينځ د ايران د ايټمي پروگرام په اړه کومې لوظنامې ته د رسېدو امکان لا په ډاگه نه دی .

د ايران د جوهري پروگرام په حواله کومې خبرې ته د رسېدو وروستۍ نېټه د نومبر ۲۴م ده .

راپورونه وايي له دې وړاندې د امريکې خارجه وزير جان کېري د نړيوالو مشرانو او واشنگټن کې د خپلو ملگرو سره په دغې معامله په ټيليفون خبرې هم کړي دي .

جان کېري وئيلي ، چې د امريکې او اتحاديانو چې پکې برطانيه ، چين ، فرانس ، جرمني ، او روس شامل دي ، دويې غواړي چې د ايران د ايټمي پروگرام په حواله د نومبر د ۲۴م نېټې پورې د معاهدې نتيجې ته ورسي ، او دويې دغه نېټه نوره غځول نه غواړي .

هلته د روس خارجه وزير سرگۍ لاروف ماسکو کې جاري کړي خپل يو بيان کې وئيلي ، چې د ايران سره د ممکنه خبرو په حواله ټول جزئيات موجود دي . د روس خارجه وزير زياته کړې چې د دغې مسلې د حل دپاره د فرېقېنو لخوا سياسي مصلحت او رضامند کېدل ضروري دي ، چې کومې مناسب او ټيک فېصلې ته ورسي .

امريکا د ډېرې مودې نه په ايران تور لگوي، چې ايران ايټمي وسله جوړول غواړي . خو بل لور ته ايران دغه تور ردوي او دريز لري چې ايټمي پروگرام يي د پرامنه مقصدونو دپاره دی .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG