د یروشلم د یهودیانو د یوې ابادۍ دروازې سره نژدې یو مسلح فلسطیني په اسرائیلیانو ډزې پیل کړې او د پولیس په وینا درې اسرائیلیان یې ووژل. په وژل شوو اسرائیلیانو کې یو پولیس او دوه امنیتي کارکونکي شامل وو. څلورم اسرائیلي زخمي شوی دی.
امنیتي ځواکونو د تماچې په لاس حمله کونکی ووژلو. ویل کیږي وژل شوی حمله کونکی د ویسټ بینک یا د غربي غاړې د یو کلي دی، په عمر ٣٧ کلن او د څلورو بچو پلار و.
حمله کونکی د فلسطیني مزدورانو سره راغلی و. د اسرائیل پولیس مشر روني الشیخ ویلي حمله کونکي یهودي ابادۍ ته د راتگ اجازت نامه لرله چې مطلب يي دی هغه د امنیت لپاره خطر نه گڼلی کیدو.
اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو وویل د تشدد سبب هغه فلسطیني فکر دی دی چې په منظمه ډول تشدد راپاروي.
بنیجمن نیټن یاهو په فلسطیني صدر محمودعباس غږ وکړو چې تشدد ته د جواز کتلو پرځای دې ددې غندنه وکړي.
د محمود عباس معتدله حکومت په ویسټ بینک یا د اردن دریاب په غربي غاړه حکومت کوي. غزه د محمود عباس د حریفې ډلې حماس د انتظام د لاندې ده. حماس د حملې ستاینه وکړه.
د حماس ترجمان حضام قاسم وویل د اسرائیل د مجرمانه قبضي خلاف دا عام ردعمل دی.
په اسرائیلیانو فلسطیني حمله په سیاسي او مذهبي توگه حساس وخت کې شوي ده. اسرائیل کې نن سبا د یهودیانو د نوي کال دستوره نمانځلی کیږي. او د امریکې استازی جیسن گرین بلیټ د اسرائیلیانو او فلسطیینانو سره د خبرو اترو لپاره دا وخت د سیمې په دوره دی. د جیسن د دورې مقصد د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د امن مذاکرات بیا شروع کول دي. د خبرو اترو دغه لړۍ درې کاله وړاندې د ځنډ ښکار شوي ده.