لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که د اسرایل اؤ ایران شخړه غځیږي نو پاکستان به یې هم د اغېزو لاندې راځي‌: څیړونکي


Iran Israel tension
Iran Israel tension

څېړونکي اندېښنه لري چې که چېرې په منځني ختيځ کې د ايران او اسرايل ترمنځ شخړه نوره زياتېږي او دا په یوه درنه جګړه بدلېږي نو د امنيتي اغېزو ترڅنګ په پاکستان به یې مالي او اقتصادي اثرات هم ډېر سخت وي.

څېړونکي وايي د اسرايل او ايران ترمنځ که روانه شخړه نور دوام مومي نو په نړۍ کې د تېلو بېعې نورې هم لوړیدلی شي چې د ډالرو د کمي سره مخ د پاکستان په کمزوري اقتصاد به یې اثرات سخت وي.

د اقتصادي چارو د څېړنکار عابد قيوم سلهري په وینا، پاکستان د تېلو او توانايۍ لوي درامد کوونکی هیواد دې او په دغه هېواد کې د تېلو او ګېس نرخونه له وړاندې څخه په بره تللي دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل تېل دا وخت په نړيوال مارکیټ يو بېرل په 92 ډالرو خرڅيږي او که چېرې د ايران او اسرايېل ترمنځ تاو تريخوالې نور زياتيږي نو ښکاره ده چې د تېلو او توانايۍ قېمتونه به هم سېوا کېږي .

هغه وایي ، که قېمتونه زياتېږي نو د يو درامد کونکي په توګه د ډالرو د کمي سره مخ پاکستان لپاره به دا ښه شګون نه وي، ځکه پاکستان دواړو هېوادونو ته د زغم څخه د کار اخستو خواست کړې دی.

څېړونکي دا اندېښنه هم ښیي چې په منځني ختيځ کې مخ په خرابې روان وضعیت د تېلو په سپلايۍ یا رسد کې خلل اچولی شي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر حفيظ پاشا فکر کوي چې که په مينځني ختيځ کې د ايران او اسرايل مابېن روانه شخړه سېوا کېږي نو د پاکستان په مړسپن اقتصاد به د درامداتو بوج شاو خوا 4 ارب ډالرو ته سېوا شي.

ډاکټر حفيظ پاشا ډیوه سره خبرو کې ویلي" کله چې دا بوج سېوا کېږي نو دې سره به تجارتي خساره سېوا کېږي او بيا به د هغې له کبله د هېواد د بهرنې زر مبادلې ذخایر متاثره کېږي ولې چې د زر مبادلې ذخایر 7 یا 8 اربه ډالره دي او که چېرې دا نور ښکته غورځيږي نو د پاکستان لپاره به مشکلات نور زيات شي "

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په کور دننه هم د خراب اقتصاد، سياسي کړکېچ او د امنیت د خراب صورتحال سره مخ دی او هڅه کوي چې خپل اقتصاد ته د اډانې ورکولو لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف څخه نور قرض واخلي او ورسره د خليجي هېوادونو نه د سرماېه کارۍ پروژې راوړي.

مطبوعاتي رپورټونو کې ویل شوي چې د تېرې جمعې په ورځ د اسرايل لخوا په ايران د بريد وروسته په نړيوال مارکیټ کې هم د تېلو په بېعو کې د 4 فيصدي نه زياته اضافه رېکارډ شوې ده .

ايران د تېل برامد کوونکو هېوادونو د تنظیم دريم لوی تېل پېدا کوونکې ملک دی.

د مالي چارو کارپوهان وایي د تېلو د بېعو سېوا کېدو سره هر څيز ګرانيږي اؤ د ژوند تېرولو لګښتونه ورسره هم زيات شي.

د مالي چارو ماهر طاهر ډهنډسا ډیوه ته وویل،د تېلو په بېعو کې د اضافې سره نه يوازې ګراني سېوا کېږي، بلکې د ادايګيانو توله هم خرابيږي .

هغه وایي که چېرې د ايران او اسرايل ترمنځ بشپړ جنګ شروع کېږي نو اثرات یې د پاکستان په څېر هېواد باندې نور هم سخت کېدای شي.

د پاکستان د شمارياتو د محکمې لخوا جارى کړې شوو شمېرو کې ويل شوي چې په هېواد کې د پټرولیم مصنوعاتو په درامداتو کې د روان مالي کال په لومړیو 9 مياشتو کې په کلني بنيادونو 8 فيصد کمی رېکارډ کړی شوی دی.

د شمیریاتو د محکمې د رپورټ له مخې، د جولاى نه مارچ 2023م پورې د تېلو مصنوعاتو په درامداتو باندې 12.084 ارب ډالره زرمبادله خرڅ شوې ده چې تېر مالي کال د 13.073 ارب ډالرو په مقابله کې 8 فيصدى کمه ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG