وسله والو د بغداد په شمال کې په دولویه ښار باندې حمله کړې، په سرکاري ودانو يي قبضه کړې او د دواؤ پولیسو په شمول يي شپږ کسان وژلې دي.
عراقي چارواکو ویلي په ښار حمله د اتوار په ورځ وختی شورو شوه. تیره میاشت ښار عراقي امنیتي ځواکونو د وسله والو د ولکې نه راخلاص کړی وو خو اوس داسې ښکاري چې وسله والو د بغداد په لوري پرمختگ شورو کړی او د دولویه نیول کیدل هم ددې پرمختگ برخه ده.
بل اړخته د عراق سیاسي جمود دوام لري. د اتوار په ورځ پارلیمنټ غونډه ختمه شوه خو د حکومت اهم چوکو دپاره يي څوک منتخب نه کړی شول. دا د حکومت سازۍ دپاره اهم گام گڼلی کیږي.
عراق دپاره د ملگرو ملتونو خصوصي استازې په د پارلیمنټ په غړو غږ کړی وو چې د اتوار په ورځ غونډه کې دې برخه واخلي. هغه وویل حکومت سازۍ کې ځنډ به هیواد کې موجوده کړکیچ نورهم سنگین کړي.
د خالي په ورځ وسله والو بغداد کې په یوه ودانۍ حمله کې ٢٩ کسان ووژل. وژل شوو کسانو کې زیاتره زنانه وي.
د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې.
هم د خالي په ورځ د انساني حقوقو تنظیم هیومن رائټس واچ د حکومت په امنیتي ادارو او د حکومت په ملاتړ وسله والو ډلو باندې تیره میاشت کې د ٢٥٥ قیدیانو د غیر قانوني وژنې الزام لگولی دی. ادارې ویلي دغه وژنې په شپږو کلو او ښارگوټو کې شوي دي.
هیومن رائټس ویلي وژل شوي زیاتره کسان سنیان وو چې د حکومت خلاف جنگ کې ښکیل وسله والې ډلې نه تښتیدلې وو.