لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي میډیا وايي عراقي پوځ کرکوک ته رسیدلی


د عراق حکومتي میډیا ترمخه عراقي عسکر د کردستان لانجمنې کرکوک سېمې ته رسیدلي.

د عراقي ټي وي رپورټونو تر مخه عسکرو د اتوار په شپه د کردستان دغه سیمې ته خپل سفر پیل کړی وو او دوي د دغه ښار د تیلو کویان او یو مهم هوایي ډګر یا اډه قبضه کړي. دغه دواړه برخې د کرد عسکرو په ولقه کې وې.

د رپورټونو تر مخه عراقي عسکرو په تیلو مالداره کرکوک ښار لوې برخې کنټرول ترلاسه کړی او دوي د ځايي خلکو او پشمرګا ملیشا نه مرستې هم غوښتي.

په دغه سیمه کې دا تازه تاو تریخوالی څو اونۍ وړاندې هغه مهال پیل شو چې د عراق کرد سیمې د بغداد نه د ازادۍ لپاره ریفرنډم کې برخه واخسته.

بغداد، ایران او ترکي د دغه ریفرنډم مخالفت کړی وو. او د ریفرنډم وروستو دغه دریو هیوادونو د کردستان مکمل بندیز هم کړی.

بغداد تور لګوي چې په کرکوک کې غیر عراقي کرد جنګیالي مېشت دي او ځنې پکې د ترکي لخوا غیر قانونه ګرځول شوي کردستان ورکرز پارټۍ کسان هم دي.

د عراق د قامي امنیت کونسل د کردستان د ازادۍ اعلان د عراقي حکومت او عسکرو پرضد د جنګ اعلان بللی.

کردي پشمرګا عسکر د کال ۲۰۱۴م راهسې د کرکوک کنټرول لري، پشمرګا دغه ښار د خود سره اسلامي ریاست یا داعش نه د سختې جګړې وروستو نیولی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG