لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د عمران خان د ګوند د چندې جمع کولو د کېمپېن په مهال په پاکستان کې انټرنېټ ځنډېدلی و


یو تن په سوشل ميډیا د پي ټي ايي د وېب سایټ کتنه کوي په داسې حال کې چې ګوند د انتخاباتو دپاره د چندې مهم شروع کړی و
یو تن په سوشل ميډیا د پي ټي ايي د وېب سایټ کتنه کوي په داسې حال کې چې ګوند د انتخاباتو دپاره د چندې مهم شروع کړی و

د انټرنیټ د څارنې یوې نړیوالې ادارې نېټ بلاکس ویلي د اتوار، يکشنبې، په ورځ د پاکستان په اکثرو سیمو کې انټرنیټ ته لاس رسی نه کېدو او دغه مسله په داسې وخت پېدا شوې وه چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف پارټۍ د انټرنېټ دلارې د چندې جمع کولو دپاره کېمپېن یا ټېليتان شروع کړی و.

څیړونکي وایې د يو ګوند پرضد د انټرنيت تړل کېدل خو به هغه ګوند ته څه نقصان ور و نه رسوي خو د پاکستان معیشت به زیانمن کړي.

پاکستان ټیلي‌ کمیونیکشن آتهارټي تراوسه د وي او ای ډیوه دې تپوس ته ځواب نه دی ویلي چې د اتوار، يکشنبې، په ورځ پاکستان کې انټرنیټ ته د خلقو لاس رسي ولې ممکن نه و؟

د نیټ بلاکس د وینا ترمخه پاکستان کې انټرنیټ سروس په داسې حال تړل شوی و چې پاکستان تحریک انصاف د عام انتخاباتو د پاره د چندې آنلائن کېمپېن چلولو.

نېټ بلاکس او د پي ټي ايي چارواکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په پاکستان کې په انټرنېټ سروس کې د تعطل تصدیق وکړو. نېټ بلاکس غېر حکومتي اداره ده چې د ډېجېټل حقونو، سایبر سېکیورټي، د حکومت دارۍ او د انټرنېټ څارنه کوي.


نېټ بلاکس په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې وویل په ټول پاکستان کې د اېکس/ټوېټر، فېس بک، انسټاګرام او د یو ټیوب په شمول سوشل ميډیا ته لاس رسي کې تعطل پېدا شوی و. نېټ بلاکس وویل دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پارټۍ پي ټي ايي انتخاباتو دپاره د پېسو جمع کولو مهم یا ټېليتان شروع کړی و.

په برطانیه کې مېشتې ادارې وویل دا پېښه د سوشل ميډیا د چاڼ کولو د تېرو پېښو په شان وه چې د عمران خان په جلسو او تقریرونو په تېرو وختونو کې لګول شوي دي.

د نېټ بلاکس مشر ای اېف پي خبري ادارې ته ویلي په دغه طریقه د یو سیاسي ګوند د هلو ځلو مخنیوي دپاره د انټرنېټ د تړل کېدو مثال نه موندل کېږي او د دې نه وړاندې یوازې وینزویلا داسې هیواد و چې د سیاسي مخالفینو مخه نیولو د پاره یې دا کار کړی و.

خبریال حماد حسن وايي په پاکستان کې دا وړمبې ځل نه دی چې د سیاسي مخالفینو آواز خاموشه کولو د پاره انټرنیټ تړل شوې وي خو د بده مرغه دا کارونه زیا تره جمهوري حکومتونه کوي. هغه وویل چې عمران خان په اقتدار کې و نو داسې به کیدل اؤ نواز شریف هم په خپل حکومت کې داسې قانون سازې کړې چې د انټرنیټ د استمال آزادي یې مشکله کړې ده. دا د پاکستان تاریخ دی چې د مخالفینو آواز غللې کولو د پاره په کې هر څه کیږي، حسن زیاته کړه.

د دسمبر په وولسمې نيټې پاکستان کې یوټیوب، اېکس، فیس بک اؤ ټولنیز رسنیو نورو پانړو ته رسايي هغه وخت ګرانه شوې وه کله چې پاکستان تحریک انصاف ورچوول یا د انټرنېټ دلارې جلسه کووله.

څیړونکي وایې دغه شان د يو سیاسي ګوند آواز د خاموشه کولو د پاره انټرنیټ تړل خو آسان کار دی خو تاوان یې ګرد هیواد ته رسي.

د انټرنېټ د صارفينو د حقونو فعال اوسامه خېلجي وايي پاکستان کې ډیر طالب علمان د انټرنیټ په ذریعه تعلیم ترلاسه کوي دغه شان ډیر داسې کاروبارونه دي چې انټرنیټ د بغیر ممکن نه دي لکه آن لائن ټیکسي کاروبار اؤ فري لانسنګ نو که انټرنیټ تړل کیږي نو بیا ددې معاشي تاوان هم ډیر زیات وي.


په نړیواله کچه د انټرنېټ د څارنې ادارې فريډم هاوس ترمخه کال دوه زره درویشتم کې په پاکستان کې د درې پنځوست نه زیاتې آبادۍ د انټرنیټ استمال کړی دی خو په هېواد کې اکثر له د محرم جلوسونو، د سیاسي ګوندونو د جلوسونو اؤ د خېبرپښتونخوا په نویو ضلعو یا پخوانۍ فاټا کې وسله خلاف خلاف د پوځي عملیاتو په وخت انټرنیت اتړل شي.

د پاکستان الېکشن کمېشن د فېبرورۍ په اتمه نېټه کېدونکو عامو انتخاباتو دپاره د عمران خان په شمول د پي ټي ايي د یو شمېر اهم مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه رد کړي دي.

د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، د انټرنېټ د معطل کېدو غندنه وکړه او دا يې د نړیوال قانون او د بنیادي حقونو خلاف ورزي وبلله. ادارې په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې وویل ټولې سیاسي پارټۍ دهلو ځلو مساوي حق لري.

د پي ټي ايي یو ترجمان سید ذوالفقار بخاري د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ په حکومت تنقید وکړو او ويې وېل د جمهوریت په نوم چې په پاکستان کې کېږي دا د جمهوریت او د شفافیت په مخ څپېړه ده.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG