لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هغه بندي څه تېریږي چې د تیزندۍ (په دار کولو) سزا ورته اورول شوې وي؟


د پاکستان په زندانونو کې لس کاله پاتې شوی یو بندي سهیل یفت چې د غلطو تورونو له امله په ۲۰۰۱ کال کې بندي شوی وه له خوشې کېدو وروسته خپله کیسه د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره داسې شریکه کړیده.

د هر بل زندان په څېر د پاکستان ساهیوال مرکزي زندان هم له اندازې زیات بندیانو درلودل.

دی وايي ما لس کاله د شپې لخوا په سمه توګه خوب نه دی کړی. د بندیانو ژړا، چغې او خرړیدو سړی خوب ته نه پرېږدي.

یواځې هغه وخت به ټول بندیان ارام وه کله چې به زمونږ له ډلې یو تن دار (تیزندۍ) ته روان وه. پدغه وخت به مونږ ټول غلي شو او خوب به مو نشو کولای.

هغه بندي به له نورو څخه جلا کړای شو په چاچې به د تیزندۍ حکم شوی وه. ټول به پدې پوه شو چې ددغه بندي وخت نور پوره شویدی.

په هغو بندیانو به هم فشار زیات شو په چا چې به د اعدام کېدو امر هم نه وه شوی.

ټول به سره راټول شو او تلونکي بندي ته به مو دعا کوله. له خدایه به مو غوښتل چې په ده باندې رحم وکړي او د معجزې په بڼه دده ژوند وژغوري.

مونږ به هله پدې پوه شو چي بندي ملګری مو په دار شوی کله چې به هغه ساتونکی ناوخته راغلی چې بندیان به یې شمېرل.

په نورو ورځو کې به سهار پنځه نیمې بجې رارسېده خو د اعدام په ورځ به بیا سهار اته بجې را وه رسېده. پدغه ورځ به مونږ هیچا خبرې نه کولې او تلویزیون او راډیو ګانې به مو بندې کړې وې.

په پاکستان کې زندانونه تل پاک وي ځکه خپله بندیان یې پاکوي، دوي خپل زیات وخت په همدې لګوي خو کله کله همدا بندیان بیا د اعدام له بهیر سره هم مرسته کوي.

د بیلګې په توګه بندیان په دار شوی کس له ۳۰ دقېقې ځوړندیدو نه وروسته لیرې کوي او د پاکستان د زندان د قانون له مخې یې مړی پاکوي او د زندان په دروازه کې یې د هغه کورنۍ ته د هغه له جامو سره یوځای سپاري.

د په دار شوي کس کورنۍ ته ویل شوي وي چې په خپل لګښت دې امبولانس هم کرایه کړي.

په زندانونو کې قبرستان هم وي او هغه مړي پکې خښيږي چې خپل خپلوان وه نه لري.

له ما څخه هم وغوښتل شو چې په ۲۰۰۶ کې د یوه بندي ملګري د اعدام چارې ووینم. مامې پوبال یو لوی سړی وه. کابو شپږ فټه لوړ وه او یو دروند غږ یې درلود.

په ساهیوال زندان کې يې کلونه تیر کړي وه او زمونږ له ډیرو سره ملګری شوی وه. حتی د زندان چارواکي هم له هغه سره د خبروکولو لیواله وه او هیچا هم فکر نه کوه چې ده به څوک وژلي وي.

ډیرې ټوکې به یې کولې او ویلې به یې چې ډیر نور جرمونه ښايي وي چې باید زه یې بندي کړی وی خو دا قتل ما نه دی کړی.

خو کله چې مرګ ورته ورسېده نو د ماشوم په څېر یې په چیغو چیغو ژړل.

مامې د تیزندنۍ میدان ته روان کړای شو. روغتیاپال، مجسټریټ او د زندان نورو کارکونکو په وار وار د وژل شوي کس کورنۍ ته د بخښنې کول ور یادول چې مامې وبخښي او مامې ژړل او د بخښنې غوښتنه یې کوله.

مامې د خپلې بې ګناهۍ نارې وهلې او ویل یې چې دده په دار کول به عدالت نه بلکه یو قتل وي.

قاضي ورته کلیمه یادوله خو ده لکه چې وا نه ورېده او حتي تر هاغه وخته یې هم د بخښنې نارې وهلې چې د دار حلقه یې په غاړه وه.

مامې حتي په وروستیو څو سلګیو کې هم د بخښنې نارې وهلې او زارۍ یې کولې.

په دار د ځړېدو پرمهال د غاړې د هډوکي د ماتېدو کړک هیڅکله زما څخه نه هیریږي لکه د کوټې تیر چې مات شوی وي.

ده ته یې یواځې دومره درنښت ورکړ چې د تیزندۍ پرمهال یې دده ژبه چې په خوله کې یې د هوا اخیستلو لپاره یو او بل لوري ته اوړیدله له ولاړو کسانو پټه کړه.

د یوه انسان د ژوند اخیستلو بهیر د زندان د چارواکو زړه هم ماتوي. دوي هم په دغه کار ډ‌ېر خفه ښکاري. دوي بیا راتلونکې ورځ له بندیانو سره سخت چلند نه کوي ځکه دوي هم داسې یو کس له لاسه ورکړی وي چې د کلونو کلونو لپاره یې ورسره په زندان کې یوځای ژوند او کار کړی وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG