لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان صدر اشرف غني د هندوستان دوره


ویل کیږي چې د صدر اشرف غني د هندوستان د دورې په مهال به د تجارت په موضوع هم خبرې اترې کیږي. هندوستان د کابل او اسلام اباد ترمېنځ د تجارت معاهده کې شاملیدو خواهش څرگند کړی دی چې دا رنگ د پاکستان دلارې افغانستان ته تجارتي رسائي ولري خو اسلام آباد سره کړکیچن تعلقات د لارې خنډ گڼلی کیږي
ویل کیږي چې د صدر اشرف غني د هندوستان د دورې په مهال به د تجارت په موضوع هم خبرې اترې کیږي. هندوستان د کابل او اسلام اباد ترمېنځ د تجارت معاهده کې شاملیدو خواهش څرگند کړی دی چې دا رنگ د پاکستان دلارې افغانستان ته تجارتي رسائي ولري خو اسلام آباد سره کړکیچن تعلقات د لارې خنډ گڼلی کیږي

د افغانستان صدر اشرف غني د دوشنبې پا گل په ورځ د هندوستان دوره شورو کونکی دی چې پکې به هغه د هند وزیراعظم نریندره مودي او نورو هندي چارواکو سره په اقتصادي همکارۍ او په نورو مدونو کې د دواړو هیوادونو په تعلقاتو خبرې اترې کوي.

صدر اشرف غني هندوستان ته په داهسې مهال په سفر ځي چې وړاندې يي د چین او پاکستان دورې کړې دي او د خپل حکومت ترجیحات يي څرگند کړې دي.

د پخواني افغان صدر حامد کرزي په وخت کې هندوستان او افغانستان نزدې تعلقات لرل. خو ځېنې تجزیه کار وايي د هیلې کاپټرو او فوجي سامان دپاره د افغانستان په غوښتنه د هندوستان سست روۍ کابل که څه مایوسي راپیدا کړې وه.

دا میاشت هندوستان افغانستان ته درې هیلې کاپټرې ورکړې خو د افغان فهرست نور سامان لکه ټینکونه يي نه دي ورکړې. ویل کیږي د کابل نوي حکومت هندوستان نه خپل فرمائش ځنډولی دی. صدر اشرف غني پاکستان سره د افغانستان په کړکیچنو تعلقاتو کې بهتر‏ي راوستې دي چې دا تشویش يي راپارولی دي چې گني هندوستان افغانستان کې خپل اثرورسوخ دلاسه ورکوي.

د نوي دلې د ابزرور ریسرچ فاونډیشن تجزیه کار منوج جوشي وايي افغانستان دپاره پاکستان سره تعلقات "ناگزیر" دي ځکه چې طالبانو سره مذاکراتو کې پاکستان د افغانستان مرسته کولی شي.

خو هغه وايي هندوستان به د افغانستان په بیا ودانولو کې خپل کردار ادا کوي. د ښاغلي جوشي ترمخه، په تیرو ١٥ کلونو کې هندوستان افغانستان کې په دوانو، سکولونو، سړکونو او د پارلیمنټ په جوړولو دوه ارب ډالرې مصرف کړې دي.

سوخ دیو د ساوت ایشیا انسټیټیوټ اف ډیفنس سټډیز اینډ اینیلسس کارپوه دی، وايي هندوستان د افغانستان په ترقۍ کې برخه لري.

په ورستیو کې هندوستان اعلان کړی چې د هندوستان امنیتي ځواکونو ته به تربیه ورکوي.

ویل کیږي چې د صدر اشرف غني د هندوستان د دورې په مهال به د تجارت په موضوع هم خبرې اترې کیږي. هندوستان د کابل او اسلام اباد ترمېنځ د تجارت معاهده کې شاملیدو خواهش څرگند کړی دی چې دا رنگ د پاکستان دلارې افغانستان ته تجارتي رسائي ولري خو اسلام آباد سره کړکیچن تعلقات د لارې خنډ گڼلی کیږي.

هندوستان ایران سره هم معاهدې ته حتمي شکل ورکونکی دی چې د ایران چاهبهار بندر کې وسعت وکړی شي چې ددې بندر د لارې افغانستان ته رسائي وکړي.

د کرکټ په لوبه به هم خبرې اترې کیږي. افغانستان غواړي هندوستان کابل کې یو سټیټډیم جوړ کړي چې دا رنگ افغانستان هیواد کې د کرکټ د خارجي ټیمانو میلمسیته کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG