لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:بارانونو،سېلابونو ددوه مليينو نه زيات خلک اغېزمندکړي ،د ۳۰۰نه زيات مړه


د اېن ډي اېم ای ترمخه پوځ او نورو امدادي ادارو تراوسه پورې ۲ لکه ۷۶ زره او ۶۸۱ کسان محفوظو ځايونو ته منتقل کړي دي .
د اېن ډي اېم ای ترمخه پوځ او نورو امدادي ادارو تراوسه پورې ۲ لکه ۷۶ زره او ۶۸۱ کسان محفوظو ځايونو ته منتقل کړي دي .

د قدرتي افتونو په وخت د مرستو د قومي ادارې (اېن ډي اېم ای) د شمېرې ترمخه په ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله د دوه مليينو نه زيات خلک اغېزمند شوي ، د مړو شمېره د ۳۰۰ نه اوړېدلې ده ، او د خلکو د خوندي سيمو پله د منتقل کولو سلسله دوام لري .

د اېن ډي اېم ای ترمخه بارانونو او سېلابونو پنجاب صوبه تر ټولو زياته ځپلې ده . او نن د پنجاب صوبې د ملتان سيمې سره نزدې سېلاب کې د واده د يوې کورنۍ ډکه کشتۍ ډوبه شوې ، او د واده د هلک ، دوه ماشومانو او يو پوځي عسکر په گډون پکې ۱۷ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی .

د پېښې په اړه يو سينئر پوليس افسر مياتنوير وئيلي ، د پوځ امدادي کشتۍ کې د ۳۰ نه زيات کسان سواره وو ، چې کشتۍ په سېلاب کې واوړېده او ډوبه شوه . نوموړي وئيلي د ډوبې شوې کشتۍ ۱۸ کسان د اوبو څخه راويستل شوي دي .

راپورونه وايي کشتۍ کې سواره کسان واده له روان وو .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، د سېلاب ځپلو د مرستو په مهال د پوځ يو نائب صوبېدارعناب هم ژوند د لاسه ورکړی دی . د پوځ په وينا د سېلاب ځپلو سيمو ملتان ، مظفرگړهـ ، اوچ شريف ، بهاولپور او اټهاره هزاري نه پوځي عسکر د اووه هيلي کاپټرو او د ۳۰۰ کشتو د لارې تراوسه پورې يې ۳۷ کسان خوندي سيمو پله منتقل کړي دي .

د پنجاب صوبې د امدادي کارونو يو چارواکي علي امام سيد په وينا د کشتۍ ډوبېدو په پېښه کې د تازه مړو سره پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېره ۳۰۱ ته رسېدلې ده . د اېن ډي اېم ای ترمخه پوځ او نورو امدادي ادارو تراوسه پورې ۲ لکه ۷۶ زره او ۶۸۱ کسان محفوظو ځايونو ته منتقل کړي دي .

پنجاب صوبه کې د سېلاب د جائزې اخيستو دپاره د جوړ کمېشن ترمخه دا وخت د پنجاب په هيډپنجد (چرته چې د پاکستان پينـځه دريابونه رايوځايي کيږي ) باندې د لوړې درجې سېلاب دی . او د مظفرگړهـ د سېلاب نه بچ کولو دپاره انتظام باندې کار روان دی .

پاکستان کې د پشکال په موسم د سېلابونو راتلل نوې خبره نه ده ، خو د تېرو څلورو کلونو راهسې پرله پسې د سېلابونو له امله په سلگونو کسان مړه کيږي او په غټه کچه د کرکيلې زمکې تباه شي .

پوهان وايي د زلزلې په پرتله د سېلاب په رنگ قدرتي افتونو نه د بچ کېدو او د دې نه د رامنځته کېدونکي زيان کمول اسان دي ، خو د دې کار دپاره کوټلي گامونو پورته کول او په هغو عمل کولو ته اړتيا لري .

د اوبو او توانائۍ د چارو کارپوهـ ارشد عباسي وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي ، د سېلاب راتلو نه وړاندې که چرته کلک گامونه پورته کړل شي ، نو نه يواځي د مالي او زاني زيان څخه بچ کېدلی شې ، بلکې اوبه محفوظ کېدی شي او د خپلو ضرورتونو په مهال کارېدلی شي .

پوهان وايي د اوبو ، توانائۍ او خوراک يو بل سره ژورې اړيکې دي ، او که چرته د سېلابونو د مخې نيولو دپاره وس هم گامونه پورته نه کړی شو، نو په راتلونکو کلونو کې پاکستان د توانائۍ نه علاوه د اوبو او خوراک د کمې د ستونځو سره مخ کېدی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG