لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د فرانس په مرسی ښار کې دبرید پړه په غاړه اخیستې


هغه سړی چې د ادعاو له مخې یې په فرانسه کې د یکشنبې په ورځ دوه ښځې په چاړې باندې وژلې وې تر دې مخکې هم د پولیسو لخوا نیول شوی وه او بیا له یادې پېښې دوه ورځې مخکې خوشې کړای شوی وه.

فرانسوي چارواکي وايي چې دغه مشکوک کس د فرانسې په لیون ښار کې د سپټمپر په ۲۹ نیټه د پولیسو لخوا نیول شوي وه خو بیا پرې د شواهدو د نه شتون له امله خوشې کړای شوی وه.
د راپورونو له مخې یاد کس د مرسیلې د اورګاډي په تم ځای کې په دغو ښځو باندې د چاړې د ګوزار پرمهال د الله اکبر نارې وهلې چې بیا د فرانسوي سرتیرو لخوا ووژل شو.

داعش ډلې په خپلې خبرې ایجنسۍ باندې د یادې پېښې پړه په غاړه اخیستې وه.

د پېښې په اړه په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې یاد کس لومړی یوه ځوانه ښځه په چاړې سره وژني او بیا د کامرې څخه د ورکېدو وروسته د دوهم ځل لپاره راڅرګندیږي او په دوهمې ښځې باندې د چاړې برید کوي.

هغه نیغ په نیغه د هغو سرتیرو پر لوري منډه وهلې چاچې په دغه باندې ‌ډزې کولې.

د برید کونکي او د قربانیانو د پیژندګلو په اړه معلومات لا نه دې خپاره شوي.

پولیسو د اورګاډي دغه تم ځای بند کړی او د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په بیړه د پېښې ځای ته ځان رسولی.

د فرانسې څارنوالانو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړیدي خو دمګړی یاده پېښه د ترهګرۍ په نامه نه ده اعلان شوې.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پېښې په اړه خواشینې څرګنده کړیده او د سرتیرو لخوا یې د چټک غبرګون ښودلو ستاینه کړیده.
په فرانسه کې د
۲۰۱۵ کال د نومبر د میاشتې راهیسې هاغه مهال بیړنی حالت اعلان شو کله چې په پاریس کې د کانسرټ په یوه هال او یوشمیر بارونو باندې مسلمانو سخت دریځو بریدونه وکړل.

لس میاشتې مخکې د چارلي هیبدو په نامه د طنزي کارتوني مجلې په دفتر باندې ډزې وشوې او بیا په کوشر مارکېټ کې خلک برمته کړای شول.

له هغې راوروسته په فرانسه کې ګڼ بریدونه شویدي چې یو یې د ۲۰۱۶ کال په جولای کې هغه برید وه کله چې یوه ډرایور خپل موټر په هاغو پلي تلونکو وګړو باندې وه خيژاوه چا چې بسټایل ډې مراسم لمانځل.

پدغه برید کې ۸۶ کسان وژل شوي وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG