د انډونيشيا نه سنگاپور ته تلونکې د مسافرو ډکې الوتکې د هوائي ټرېفک کنټرول سره رابطه منقطع شوې ، او بې درکه شوې ده .
د انډونيشيا د چارواکو په وينا د اتوار په ورځ د ملايشيا د شخصي کمپنۍ ايئرايشيا الوتکه ايئربس د انډونيشيا د سورابايا ښار نه سنگاپور ته روانه وه ، چې د الوت نه ۴۲ منټه وروستو د ځايي وخت مطابق سحر په ۲۴منټه دپاره اووه بجې يې د ايئرکنټرول سره رابطه کټ شوې ده .
چارواکو وئيلي د الوتکې پائيلټ د موسم د خرابۍ له کبله د لارې بدلولو خواست هم کړی ؤ .
د هوائي کمپنۍ لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، الوتکه کې د املې په گډون ۱۶۲ مسافرسواره وو . او مسافرو کې د انډونيشيا ۱۵۷ ، د کوريا درې ، او سنگاپور او ملايشيا يو يو کس سور ؤ .
او د الوتکې امله کې شامل د اووه واړو کارمندانو تعلق د انډونيشيا سره وو .
د فضائي کمپنۍ ترمخه د الوتکې د لټون کار پېل کړی شوی دی ، او چارواکي د امدادي ټيمونو سره په رابطه کې دي .
له دې وړاندې هم روان کال کې د ملايشيا د فضائي کمپنۍ دوه مسافر الوتکې د حادثو ښکار شوي دي ، چې پکې يوه د مارچ په مياشت کې بې درکه شوې وه او تراوسه يي پته نه ده لگېدلې ، او د مسافرو بله الوتکه چې د هالېنډ نه کوالالمپور ته روانه وه ، د روس په سرحد تباه شوې وه ، او وئيل شوي ؤ دغه الوتکه په ميزائيل ويشتل شوې وه .