لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عیسائي مذهب منونکي د ایسټر دستوره ونمانځي


د امریکې اوسیدونکۍ د ایسټرپه نامه د پسرلی خوشالیانې لمانځی. د امریکا سر شار واشنګټن ډی سی کې د انټرنیشنل فرینډ ز نووا په نامه یو تنظیم د ایسټر د نمانځلو په هکله یو پروګرام جوړکړئ وو چی په ھغه کی تر شلو زیات ھیوادونو څخه راغلی محصلینو برخه اخیستې وه
د امریکې اوسیدونکۍ د ایسټرپه نامه د پسرلی خوشالیانې لمانځی. د امریکا سر شار واشنګټن ډی سی کې د انټرنیشنل فرینډ ز نووا په نامه یو تنظیم د ایسټر د نمانځلو په هکله یو پروګرام جوړکړئ وو چی په ھغه کی تر شلو زیات ھیوادونو څخه راغلی محصلینو برخه اخیستې وه

لکه څنګه چی په نړۍ کې هر چیری خلګ د پسرلی راتګ په خوشالیانوميلو او په بیلا بیلو نندارو لمانځی. د منځنۍ اسیا خلګ د پسرلی هر کلې په نوروز کوۍ، پښتنو به پخوا په یخ تیر کاوه، هم دا رنګه د امریکې اوسیدونکۍ د ایسټرپه نامه د پسرلی خوشالیانې لمانځی. د امریکا سر شار واشنګټن ډی سی کې د انټرنیشنل فرینډ ز نووا په نامه یو تنظیم د ایسټر د نمانځلو په هکله یو پروګرام جوړکړئ وو چی په ھغه کی تر شلو زیات ھیوادونو څخه راغلی محصلینو برخه اخیستې وه. چی په کې پاکستان، هندوستان، روسیه، شام، انډونشیا، سعودی عرب، برازیل، بولیویا، شمالی کوریا، چين او داسی نورو ھیوادو محصيلین ګډون درلودو. د ایسټر په دې دستوره کې د خوراک چشاک سره سره د لوبو ډګر هم ګرم ساتل شوې وو. د پروګرام منتظیمه یوه امریکائۍ پیغله حینا حیکس وائۍ چی د دغې دستوره مقصد دا دئ چی د نړي له ګوټ ګوټ څخه راغلو او له خپل خپلوانو څخه لرې خلګو ته د ایسټر ورځ د لمانځلواهمیت اود پسرلی په دې خوشیالیانو کې برخه ورکړ و. هغه وائۍ دا ډول دستورې و نړیوال محصیلینو ته د یو بل سره د تعلق جوړه ولو او د یو بل د کلتور د زده کولو موقع ورکوۍ

د عیسائۍ مذهب منونکۍ د ایسټر ورځ نمانځل د خپلۍ عقیدے برخه ګڼۍ، دوئۍ وائۍ چی څه وخت د روم واکمنانو حضرت عیسئ را ځوئنډ کړ، نو درې ورځېورسته هغه بیرته نوئ ژوند موندلی وو. هم په دې خوشالو کې عیسائۍ نړی د ایسټر ورځ لمانځۍ. خو بلې خواته په دې دستوره کې د بیلابیلو عقیدو منونکوهم ګډون درلود. چی په هغه کې مسلمانان او هندومذهب منونکی هم شامل وو. د بولیویا ھیواد سره تعلق لرونکۍ یوه نجیلی اینډریا وائۍ چی د ې دستورې کې د بیلا بیل رنګ، نسل او مذهب خلګ یو ځایئ راټول شوی دی اوپه دی هغه ډیره خوشاله ده. هغې زیاته کړه، "دا ډ ول تقریب خلګو ته دا پیغام ورکوی چی د انسانیت له جزبې څخه پرته بله لوي جذبه نشته

لکه څنګه چی زموږ په سيمو کې د اختر په ورځو کې ځوانان او ماشومان د هيګو لوبې کوۍ، هم دا رنګه ' د ایستر دورځې په لوبو کې یوه لوبه د رنګا رنګ هګيو لوبه هم ډیره مهمه ده. په دا ورځ ماشومان هګئ په کورکی ياپخونوکۍدننه پټې کښیږدۍ، بیا نور ماشومان دهغو هګيو لټون کوي، بس چی چا ډیرې هګئ وموندې هغه لوبه وګټۍ. په دې لوبه کې برخه اخیستونکی یو ځوان ساجد وائی چی که څه هم دغه یوه لوبه ده خو په اصل کی د هګیو دغه لوبه د نوۍ ژوند علامت څرګند ه وۍ. اود پسرلی په راتګ باندې د نیوی ژوند او جذبې اظهار دئ

د پسرلی په راتګ د ایسټردغې دستوره که څه هم پینځه ساعته دوام درلود، خو په د يکې د هر رنګ، نسل او عقیدو د خلګو ګډون دا خبره څرګنده کړه چی پکار دئ چی موږ د ټولو انسانو سرا د رنګ، نسل او عقیدے پُر بنیاد کرکه نه وساتو. په نړې کې هغۀ وخت امن راتلې شی کله چی خلګ یو بل ته په خپلو زړونو کې ځائی اوذغم راپيداکی

ايسټريوډول اختردئی اوعيسائۍمذئب منونکۍيوبل ته ددي مبارکی هم ورکوۍ.خوپه دي ورځي دهګيوايشدول اورنګدول ذه په دي حيران کړم څی پښتانه هم پخپلواخترونوکی هم داډول هګئ ايشدوی،رنګدوۍاويوبل ته ئي په سوغات کی هم ورکوې.

یادگیرنه:

امریکا کې ایسټر نمانځلو د خپلې مشاهدې دا مضمون شبیر کاکړ لیکلی وو چې عملي صحافت ذدکولو په لړ کې يي څه وخت وي او ای ډیوه سره واشنگټن ډي سي کې د اینټرن په توگه تیر کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG