د پاکستان سېنټ یوې کمیټۍ د حکومتي چارواکو وړاندې منلي چې مرکزي حکومت د چین پاکستان اقتصادي لارې یا سي پیک غربي لارې لپاره تر اوسه اډو زمکه نه ده اخستې.
دا خبره په داسې مهال شوې چې د پاکستان مرکزي حکومت بیا بیا دا دعوه کوي چې د دغه اقتصادي پروژې لاندې یې د وړو صوبو لکه خېبر پښتونخوا او بلوچستان نه تیریدونکې غربي لارې جوړولو ته لومړیتوب ورکوي.
تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د چین پاکستان اقتصادي منصوبې په اړه د کابېنۍ د کمیټۍ غونډه شوې. د دغه غونډې مشري وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کوله او حکومتي ادارو ته يې امر کړی چې د ټولو صوبو په همکارۍ د سي پیک منصوبې په ټولو پروژې دې په وخت سره ته ورسول شي.
هم تېره ورځ د سېنټ د مواصلاتو کمېټۍ په یوه غونډه کې د سي پیک لاندې د وړو صوبو نه تېرېدونکې غربي لارې جاج اخستل شوی.
د سېنټ د دغه ځانګړې کمېټۍ مشر او د عوامي نېشنل ګوند سېنټر داود خان اچکزۍ وي او ای ډېوه ته ویلي د مواصلاتو چارواکو دوې ته منلې چې مرکزي حکومت لا تر اوسه د غربي لارې لپاره زمکه نه ده بېعه کړې.
د واکمن پاکستان مسلم لېګ نواز ګوند مشر او پخواني وزېراعظم نواز شرېف په سي پیک منصوبه کې د وړو صوبو مشرانو او سیاسي ګوندونو سره بیا بیا دا لوظ کړی وو چې په سي پیک منصوبه کې به د غربي لارۍ کار وړاندې کوي او د دغې د څارنې لپاره يې ېوه کمېټې هم اعلان کړې وه. سېنټر داود خان وايي د مرکزي حکومت د سنجېدګۍ اندازه د دې نه لږي چې په تیرو دریو کالو کې دغه کمېټۍ یوه غونډه هم نه ده کړې.
د پاکستان مرکزي حکومت سي پیک منصوبه د دغه هیواد لپاره یوه ګټه وره (ګیم چېنجر) منصوبه ګنړي. خو د پاکستان وړې صوبې لکه خېبر پښتونخوا او بلوچستان تور لګوي چې د پاکستان مسلم لیګ نواز واکمن ګوند د دغه پروژې ټولې ګټې پنجاب ته اړووې خو مسلم لېګ نواز ګوند دغه تورونه ردوي.