لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنگله دیش د جماعت اسلامي د یو مشر تیزندي وځنډول شوه


عبدالقادر ملا ته د تیزندۍ په حق کې د مظاهره کونکو یو منظر
عبدالقادر ملا ته د تیزندۍ په حق کې د مظاهره کونکو یو منظر
د بنگله دیش د جماعت اسلامي یو مشر چې د جنگي جرائمو په الزام ورته د مرگ سزا اورول شوي ده او د شورو په ورځ تیزندي کیدونکی وو، سزا يي ځنډول شوي ده.
عبدالقادر ملا چې د قصاب په نوم هم یادیږي، د اتوار په ورځ د بنگله دېش د جرمونو عدالت د سلگونو خلکو په وژلو مجرم وگرځولو. هغه ته سزا کال ۱۹۷۱م کې پاکستان نه د بنگله دېش د ازادۍ په جنگ کې د جرمونو په سر سزا وار گرځولی شي.
عبدالقادر ملا د نهې د نېمې شپې ورستو یا د شورو په ورځ سحر وختي تیزندې کیدونکی وو خو د هغه وکیلان د جج سید محمود حسین کور ته ورغلل او د هغه د سزا د ځنډولو امر يي ترلاسه کړو.
د خبرې ادارې ایسوسې ایټډ پریس ترمخه، د عبدالقادر ملا وکیلان به اوس کوشش کوي چې سپریم کورټ کې د عبدالقادر ملا د سزا خلاف اپیل وکړي او دا ختمه کړي.
د نهې په ورځ د جیل خانو مشر معین الدین خاندکار وویل ٦٥ کلن عبدالقادر ملا به د ډهاکه مرکزي جیل کې د نېمې شپې نه ورسته په دار خیږولی شي.
ډهاک کې د وائس اف امریکا خبریال ویلي ښار د سخت تاؤتریخوالي ښکار دی او ځائې په ځائې پولیس او عسکري دستې پرځائې کړی شوي دي. د جماعت اسلامي مشرانو ویلي د عبدالقادر ملا پهانسي په سخت ردعمل راوپاروي.
د سپټمبر په میاشت کې د سپریم کورټ لخوا عبدالقادر ته د مرگ په سزا ټول هیواد کې مظاهرې راپاریدلې وې.
ای پې وايي د ډهاکه په یو چارسو کې په سلگونو خلک راجمع شوي وو چې د عبدالقادر په تیزندې کیدو خوشحالۍ وکړي خو د هغه د سزا په ځنډیدو مایوسه شو.
جماعت اسلامي خبردارې کړی وو که چرې عبدالقادر تیزندي کړی شو خو هیواد کې به خانه جنگي راوپاریږي.
نیویارک کې د انساني حقوقو تنظیم هیومن رائټس واچ تجزیه کار بریډ ایډمز د وي او ایی بنگله سروس ته ویلي د ملا تیزندي کیدل به سخته ناقراري خوره کړي.
ملگرو ملتونو او د ملگرو ملتونو خصوصي استازي غږ کړی ملا ته دې د صفائي حق ورکړی شي.
چارواکو ویلي د معافۍ غوښتونه انکار کړی دی.
د تېزندۍ د سزا د بخښنې واک د بنگله دېش د صدر عبدالحامد سره دی . د صدر او سترې محکمې لخوا عبدالقادر ته ورکړی شوي سزا ودرېدی شي .
ددې نه وړاندې د بنگله دیش د د قانون نائب وزيرقمر السلام وئيلي وو عبدالقادر ته به تېزندي زر ورکولی شي خو هغه څه نیټه نه وه ښودلې.
د رپورټونو ترمخه، عبدالقادر ملا د جنسې زياتي او ۳۵۰ د بنگاليانو د وژنې په الزام سزا شوی دی. پراسيکيوټر یا سرکاري وکیل ملا ته د ميرپور د قصاب نوم ورکړی وو. ميرپور د
ډهاکه ښار نه لرې پرته سيمه ده او ویل کیږي ملا په دغه علاقه کې ظلمونه کړي وو.
د رپورټونو ترمخه ملا عبدالقادر د ټولو جرمونو د صحت څخه انکار کړی دی.
په کال ۱۹۷۱م کې پاکستان نه د بنگله دېش د ازادۍ په وخت د جماعت اسلامي او نورو ډلو په يو شمېر مشرانو د جنگي جرمونو تورونه لگول شوي دي. او په دې خبره ورته د بنگه دېش د خصوصي عدالت لخوا د عمر قېد او تېزندۍ سزاگانې اورول شوي دي .
د بنگله دېش حکومت لخوا په کال ۲۰۱۰م کې خصوصې ټرائيبونل جوړ کړی شوی وو . او دغه عدالت په ۱۹۷۱م کې د بنگله دېش د ازادۍ په مهال د پاکستان د پوځ سره د مرستې او ظلمونو ترڅنگ د جنگي جرمونو د مقدمو اورېدنه کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG