د تحريک انصاف ګوند حکومت په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تعليم دپاره بېړنو حالاتو په ځای کولو د ادعا باوجود غېر دولتي ادارې وايي په صوبه کې ۱۶ لاکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي.
د سپارک په نوم غېر دولتي ادارې د خېبرپښتونخوا مشر جهانزېب خان وايي په ټول ملک کې د دوه کروړه نه سېوا ماشومان د سکولونو نه بهر دي.
ډيوه رېډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل يواځې په "خېبرپښتونخوا صوبه کې ۱۶ لاکه ماشومان داسې دي چې عمر یې د سکول د تلو دی هغوي د سکولونو نه بهر دي".
جهانزېب وايي د ماشومانو د سکولونو نه تلو څو علتونه دي چې پکې "بدامني ، جنګ جګړې ، غريبي او د سکولونو نشتوالی شامل دي".
نوموړی په قبايلي سيمو کې د سکولونو نه بهر ماشومانو کره شمېره نه ښايي خو وايي په "قبايلو سیمو کې د خېبرپښتونخوا نه ډېر زيات بد حال دی او دولتي شمېرې ښايي چې هلته د جينکو د تعليم شرح يواځې درې فيصده ده".
د سپارک مشر وايي دا د ماشومانو بنيادي حقونه دي چې "تعليم ورته ورکړی شي، تحفظ ورته ورکړی شي، ماشومانو دې په مختلفو پروګرامونو او ادارو او پاليسيو جوړولو کې ګډون وکړي".
د جهانزېب په وېنا په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د ماشومانو د تعليم لازمي کولو دپاره په صوبايي اسمبلۍ کې قانون هم جوړ کړی دی.
د دغه قانون ترمخه چې هر " ماشوم (هلک او جينۍ) چې عمر يې د پينځه ؤ کالو نه تر ۱۶ کالو پورې وي دا د حکومت وقت زمه واري ده چې د سکول نه بهر ماشوم سکول ته راولي خو په هغه قانون عمل نه کيږي ځکه دومره ماشومان د سکولونو نه بهر دي".
هغه زياته کړه د خېبرپښتونخوا حکومت د تعليم د بېړنو حالاتو په ځای کولو هم ويلي ؤ خو هغه شان هيڅ نه دي شوي.
دا په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ په رنګ پاکستان کې هم نن د ماشومانو د حقونو ورځې نمانځل کيږي د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې ادارې وايي په ملک کې د ماشومانو د حقونو دپاره تشې ادعاوې کيږي.
د سپارک د شمېرو ترمخه پاکستان کې دا وخت د ۱۲ لاکو نه زيات ماشومان داسې دې چې هغوي خوارۍ مزدورۍ کوي.
جهانزېب وايي په ملکي بوديجه يا بجټ کې د تعلیم دپاره برخه سېوا کول پکار دي ګنې د ماشومانو حال به هم دغه ډول وي او لا به نور پسې خرابيږي.
هغه وويل پاکستان د ملګرو ملتونو لخوا د ماشومانو د حقونو دپاره په شوي تړون لاسليک کړی دی او دلته په ټول ملک کې د ماشومانو د حقونو دپاره قوانين جوړ شوي هم دي خو عمل پرې نه کيږي.
خو د پاکستان حکومت وايي چې د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو دپاره په خپلو زمه وارو خبر دی او د ماشومانو د حقونو دپاره جوړو قوانينو عملي کولو دپاره اقدامات هم کوي.
د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت صدر منمون حسېن او وزيراعظم شاهدخاقان عباسي په خپلو پېغامونو کې د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو ژمنه څرګند کړې ده.