لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د پولیو خلاف ٥ ورځنی کمپین


دافغانستان په پلازمینې کابل او پکتیکا ولایت کې دوه تنه ماشومان دپولیو په ناروغۍ اخته شوي دي.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت دپولیو دپروګرام مشر ډاکترمیوند احمدزي له ډیوې راډیو سره په خبرو کې وویل یو ماشوم دکابل ښار په اتمه ناحیه کې اویو بل ماشومان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې دپولیو په ناروغۍ اخته شوي دي.

ډاکتر میوند احمدزي وویل "په دغه اونۍ کې د پولیو دوه مثبتې پیښې مونږه ثبت کړې چې یوه یې دکابل ښار له اتمې ناحیې نه اودویمه پیښه دپکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ نه وه او له دې مخکې دپولیو یوه مثبته پیښه دکنړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې دمی میاشتې په ۲۹ رامنځته شوې وه ، په برمل ولسوالۍ کې مونږ دوه کاله مخکې یوه پیښه درلوده او په کابل ښار کې مو درې کاله مخې په همدې سیمه کې دپولیو یوه مثبته پیښه رامنځته شوې وه."

ډاکتر میوند زیاته کړه نن د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې دپولیو ضد ۵ ورځنۍ کمپاین پیل شوی او ۹ اعشاریه ۵ میلیونو ماشومانوته به چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي ،دپولیو څاڅکي ورکول کیږي.

نوموړي ناامني دپولیو کمپاین پروړاندې سترننګونه وبلله ،خو زیاته یې کړه چې دهیواد په کچه د امنیتي ستونزو له کبله به ۲۸۵ زره ماشومان دپولیو څاڅکو داخیستو له کمپاین څخه پاتې کیږي.

د ډاکتر میوند په وینا کندوز، کونړ ، ننګرهار ،لغمان او هلمند هغه ولایتونه دي ، چې په یوشمیر ولسوالیو کې به یې زیات شمیر ماشومانوته د ناامینو له کبله دپولیو څاڅکي نه رسیږي.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت دپولیو پروګرام مشر میوند احمدزي ، له ولسي خلکو او وسله مخالفینو څخه ماشومانو ته دپولیوواکسین ورکولو له کمپاینونو سره دهراړخیزې مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړي وړاندې وویل "په دغه کمپاین کې له پنځوکلونو څخه کم عمرلروونکي ۹ اعشاریه ۵ میلیونه ماشومان شامل دي چې دوی ته به دپولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي خو ددغو ۹،۵ میلیونو ماشومانو له جملې نه ۲۸۵ زره ماشومان به دناامنیو له کبله دپولیوله پنځه ورځني پیل شوي کمپاین نه پاتې کیږي."

بلخوا دپکیتکا ولایت د عامې روغتیا ريیس داکتر ولي ګل وايي ،ددې ولایت په برمل ولسوالۍ له پاکستانه راکډه شویو وزیرستاني کډوالو کې دپولیویوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

ولي ګل وايی " له ۲۰۱۴ کال راهیسې په پکتیکا ولایت کې دپولیوکومه مثبته پیښه مونږ نه درلوده ،خو متاسفانه په برمل ولسوالۍ کې چې کوم له وزیرستانه راغلي کډوال دي په هغوي کې دپولیو یوه مثبته پیښه له مونږ سره سبت شوې او دنورو پیښو دمخنیوي لپاره جدي هڅو ته دوام ورکوو."

په روانه اونۍ کې په کابل او پکتیکا ولایت کې دپولیو په ناروغۍ دوه ماشومان په داسې حال کې اخته شوي چې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا په ۲۰۱۵ کال کې دپولیو ۲۰ او په روان کال کې د پولیو ۸ مثبتې پیښې په ټول افغانستان کې رامنځته شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG