لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په میډیا د تورونو پرځای دې افغانستان او پاکستان رابطې زیاتې کړي


افعان سفير وویل په نژدې ورځو کې پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره ملاقات کښي په دې خبره اتفاق شوی دې چي د دواړو هيوادونود عسکري مشرانو ترمينځ رابطې زيا تول پکار دي
افعان سفير وویل په نژدې ورځو کې پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره ملاقات کښي په دې خبره اتفاق شوی دې چي د دواړو هيوادونود عسکري مشرانو ترمينځ رابطې زيا تول پکار دي

دپاکستان دپاره د افغانستان سفير ډاکټر عمر ذاخيلوال ويلي دي دواړو هيوادونو ته په ميډيا په يو بل د تورنو لگولو پرځاې په سياسي، پوځي او استخباراتي کچه د رابطو ذياتولو ضرورت دې اؤ که چري دواړه هيوادونه د ترهگرو ډلو پرضد يوځاي شي نو بيا به ترهگرو دپاره ممکن نه وي چي پاکستان او افغانستان کښي خپل وجود برقراره وساتي.

د پاکستان یو شخصې ټيلي وژن سره خبرو په وخت افعان سفير وویل په نژدې ورځو کې پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره ملاقات کښي په دې خبره اتفاق شوی دې چي د دواړو هيوادونود عسکري مشرانو ترمينځ رابطې زيا تول پکار دي.

هغه وویل د پوځي رابطو ترڅنگ د افغانستان او د پاکستان د سياسي رهبرانو او د استخباراتي ادارو د مشرانو تر منځ هم نيغ په نيغه د رابطو په وجه د يوبل تحفظات ختمول هم اسانیدی شي.

د ډاکټر عمر ذاخيلوال وينا وه چې په ميډيا په يو بل د تورونو پر ځاي د يو بل انديښنو ته کتل او ددې حل پکار دی. هغه ذياته کړه چې د ښه تعلقاتو د پاره ضروري ده چي د دواړو هيوادنو ترمينځ اعتماد سازې وشې او دواړه يو بل ته نقصان ونه رسوي.

افغان سفير وویل د ترهه گري پر ضد د شريکو هڅو ضرورت دې او که چري پاکستان او افغانستان د ترهگر ډلو پر ضد يوځائ شي نو بيا به ترهگرو ته گرانه وي چي په سيمه کښي خپل وجود برقراره وساتي.

افعان سفير دا هم وايي طالبان اوس هم ددوي د هيواد سلامتيه د پاره لوې خطر دی او د طالبانو په وجه داعش په شان تنظيمونو ته موقع په لاس ورځي چي په افغانستان کښي خپل ځاي جوړ کړي خو عمرزاخیلوال وویل داعش په افغانستان کښي لوې نيټ ورک يا شبکه نه لري.

د امريکي د قامي سلامتيه مشير جنرل مک ماسټر ویلي چي په سيمه کښي يو واضحه بدلون د پاره ضروري ده چې پاکستان د ترهگر ډلو د مرستو په حقله خپله دوه مخيزه پاليسي بدله کړي.

تيره ورځ دپاکستان پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه ويلي وو د ترهگرو اؤ تندروه ډلو پر ضد د پاکستان پوځ د ولس د امیدونو سره سم اقدامات کړې دي او پاکستان د امن په لوري روان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG