لاس رسیدونکی لینک

هلمند : ځان مرگي بريد کې دوه کسان وژل شوي ، پوليس ژوبل


د هلمند د گورنر وياند عمر ځواک په وينا ځان مرگي بريد کؤونکي د بارودو ډک گاډی په بريد کې کارولی دی .

د افغانستان د هلمند صوبې په لشکرگاه ښار کې نن د گل په ورځ يو ځان مرگي بريد شوی ، چې پکې يو پوليس او ملکي وگړی وژل شوی ، او د پوليسو په گډون ۲۰ نور کسان ژوبل شوي دي .

د هلمند دځايي چارواکو په وينا دغه ځان مرگي بريد نن غرمه د پوليس په کاروان هغه وخت وشو ، چې د پوليسو کاروان سنگين ولسوالۍ په پله روان ؤ .

د هلمند د گورنر وياند عمر ځواک په وينا ځان مرگي بريد کؤونکي د بارودو ډک گاډی په بريد کې کارولی دی .

راپورونه وايې پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي ، او ځينې پکې بيا د درملنۍ وروستو کړی شوي دي . د روغتون د چارواکو په وينا روغتون په راوړل شوؤ ۲۰ ژوبلو کسانو کې اووه تنه عام ملکي وگړي او نور پوليس شامل دي .

راپورونه وايي طالبانو د دغې بريد پړه په غاړه اخستې ده .

XS
SM
MD
LG