لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: اشرف غني د پاکستان سياسي مشرانو پلاوي سره ليدلي


افغان صدر په خپلو خبرو کې وئيلي ، چې د افغانستان حکومت به گډو هڅو او صلاح مشورو ته دوام ورکوي ،
افغان صدر په خپلو خبرو کې وئيلي ، چې د افغانستان حکومت به گډو هڅو او صلاح مشورو ته دوام ورکوي ،

د افغانستان صدر اشرف غني احمدزي پلازمينه کابل کې د پاکستان د سياسي مشرانو د پلاوي سره ليدلي ، او په دغې ملاقات کې د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکو ته د ودې ورکولو ، امنيتي وضعې د غوره والي ، ترهگرۍ په ضد د مبارزې او افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه خبرې اترې شوي دي .

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ارگ څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې صدر اشرف غني احمدزي د پاکستان د سياسي مشرانو د پلاوي چې پکې محمود خان اچکزۍ ، افتاب احمد خان شېرپاؤ او سېنېټر افراسياب خټک شامل ؤ ، سره ليدلي دي .

د صدارتي ماڼۍ د بيان ترمخه په بيلو بيلو ليدنو کې صدر اشرف غني او د پاکستان سياسي مشرانو د دواړو هېوادونو ترمينځ د اړيکو پياوړي کولو ، د امنيت د ښه والي ، د ترهگرۍ په ضد د گډې مبارزې او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو دپاره په گډو هڅو بحث کړی دی .

د پاکستان پلاوي وئيلي ، دواړه هېوادونه پاکستان او افغانستان د گډو ستونزو سره مخ دي ، او د دغو ستونزو هوارولو دپاره د دواړو هېوادنوهڅو ته اړتيا لري . دغه رنگ گډ فرصتونه رامنځته شوي دي او دواړه هېوادونه بايد له دغو فرصتونو څخه گټه پورته کړي .

پاکستاني پلاوي وئيلي ، چې د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه د ډېورنډ د کرښې هاغه لوري "پاکستان کې خلکو وس دا خبره محسوسه کړې ده چې ښه او بده ترهگرۍ کې هيڅ فرق نشته ، ترهگري نه يواځې د دواړو هېوادونو بلکې د سيمې او نړۍ دپاره هم گواښ دی" .

افغان صدر په خپلو خبرو کې وئيلي ، چې د افغانستان حکومت به گډو هڅو او صلاح مشورو ته دوام ورکوي ، او دا هڅه به کوي چې د دواړو هېوادونو د خلکو يو بل سره د اړيکو ټينگولو ترڅنگ په هره کچه تعلقات پياوړي کړي .

افغان صدر په دې خبره زور راوړی ، "چې دا وخت دواړه د کومو ستونزو سره مخ دي په هوارولو کې به يي وخت ولگي او په دې کار کې به خنډونه هم موجود وي ولې د افغانستان نوی حکومت د دغو مسلو د هوارولو دپار ژمن دی " .

په دغو ليدنو کې د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي ، چيف اېگزيکټيوعبدالله عبدالله ، د ملي امنيت صلاح کار محمد حنيف اتمر ، جهادي او سياسي مشرانو او د ملي شورا ځينو غړو هم گډون کړی دی .

د پاکستان د سياسي مشرانو د پلاوي د کابل د سفر نه وړاندې د افغانستان د مشرانو او اولسي جرگې يو پلاوی د اسلام اباد په دوره راغلی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG