لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: بین الافغاني خبری د څلور اړخیزه خبرو نه غوره دي.


Quadrilateral Cooperation Afghan Peace Talks
Quadrilateral Cooperation Afghan Peace Talks

د افغانستان د صدر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ويلي بین الافغاني (د افغانانو تر منځ) د سولې خبری د څلور اړخیزه (پاکستان، افغانستان، چین او امریکا) خبرو نه زیاتې غوره دي.

د افغانستان د صدر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ويلي بین الافغاني (د افغانانو تر منځ) د سولې خبری د څلور اړخیزه (پاکستان، افغانستان، چین او امریکا) خبرو نه زیاتې غوره دي. هغه د حزب اسلامي ډلې سره د افغان حکومت د سولې خبرو ته په اشاره کې ويلي- دغو خبرو اترو زیاتې ښې نتېجې ورکړي.

واېس اف امریکا اشنا ریډیو سره د یوې مرکې په وخت دافغان صدر اشرف غني مرستیال ویاند دپاکستان وزیر اعظم د خارجه چارو صلاکار سرتاج عزیزد خبرو په ځواب کې وېلي باید پاکستان دڅلور اړخیزه غنډې لیک شوې ژمنې پوره کړي.

دپاکستان وزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز دجمعې په ورځ د امریکې د يو لوړپوړي پلاوي سره ته وېلي، په ٢١مه مئ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې شوی ډرون بريد دپاکستان دخپلواکۍ پرضد، او د ملګرو ملتونو دچارټر سرغړونه وه. په دغه ډرون برید کې دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوى وو. سرتاج عزیز زیاته کړی دغې حملې دطالبانو خبرو ته دراوستو عمل اغیزمنه کړې دی.

د افغانستان د چارو کارپوهان دا ګڼي چې افغان حکومت به نور پاکستان ته د سولې د خبرو لپاره انتظار وه نه کړي او د پاکستان په ځاۍ به افغان حکومت لپاره د افغان وسله والو مخالفینو سره د خبرو دروازه پرانیځي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه او پاکستان کې د افغانستان پخوانی ډپلومیټ احمد سعیدي امریکا غږ ته ویلي دي پاکستان په دې نظر دی چې هرډول خبرو کې باید دوي شریک اوساتل شي خو د افغانستان هڅه داده چې پاکستان نورهیر شي او افغانانو ترمنځه د روغې خبرې په وړاندې بوتلل شي.

پاکستان د امریکا،چین او افغاستان سره د فرورۍ په میاشت کې په کابل کې د غونډې ته منلې وه چې دافغانستان کومې ډلې خبرو ته نه کښینې پر ضد به ېي گډه تگ لاره جوړول کیږي. ددې ترڅنگ پاکستان ويلې وو دمارچ وړمبۍ اونۍ کې به دطالبانو او افغان حکومت ترمینځه نیغ په نیغه ناسته جوړوي خو د دریو میاشتو تیریدو باوجود تر اوسه دغه غونډه نه د جوړه کړې شوې.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG