لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: ګاونډي هیوادونه د افغانستان په جګړه کې لاس لري


افغان امنیتي چارواکو یو ځل بیا د افغانستان په جګړه کې د ګاونډیو هېوادونو د لاس درلودو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د ملي دفاع د وزارت مرستیال طارق شاه بهرامي د افغانستان په جګړو کې د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې په اړه وویل "دې کې شک نشته چې د افغانستان ګاونډیان د افغانستان په جګړه کې لاس لري او پدې برخه کې لازم شواهد چې هم ګاونډیانو او هم نړیوالو ته پرې ثابته کړو لوړ پوړو چارواکو ته ښودل شویدي او بیا د افغانستان د مشرانو لخوا هم له ګاونډیانو او هم له نړیوالو سره شریک شویدي."

ښاغلي بهرامي سږنی کال د امنیتي ځواکونو لپاره یو له ستونزو ډګ کال وه ګڼلو خو وايي چې له ګواښونو سره سره به د افغانستان دښمنان مات کړي.

ده زیاته کړه چې د څلور کلن امنیتي پلان له مخې به په راتلونکو څلورو کلونو کې د ډیرو ځانګړو او پرمختللیو ځمکنیو او هوايي عملیاتو وړتیا ترلاسه کړي.

افغان امنیتي چارواکو دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې پکې د ترهګرۍ په وړاندې د ځانګړو ځواکونو د یوې ځانګړې لیوا د جوړیدو اعلان وشو.

افغان ځانګړي ځواکونه هغه ځواکونه دي چې د افغانستان د دفاع د وزارت په وینا ترهګر یې تل سخت ځپلي دي.

د یادې لیوا چارواکو طالبانو او نورو وسلوالو مخالفینو ته په پیغام کې وویل چې یا دې د سولې له بهیر سره یوځای شي او یا به هم له منځه ځي.

افغان او یو شمېر امریکايي چارواکو تر دې مخکې هم څو ځله ویلي دي چې پاکستان او ایران د طالبانو او د افغان دولت د نورو مخالفینو ملاتړ کوي او هغوی ته روزنه او وسلې ورکوي خو د پاکستان حکومت دغه ادعا نه مني.

کارپوهان وايي که پاکستان د ترهګرو په وړاندې جګړه کې رښتینی يي نو باید د طالبانو د کوټې شورا او د حقاني شبکې په مرکزونو باید چې څرګند ادرسونه لري پریکړنده بریدونه وکړي تر څو د پولې دواړه غاړه پراته ولسونه یې له شر څخه په امان شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG