لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرفراز بګټي: چا چې ټوپک راپورته کړی په کلکه به یې مقابله کولی شي


د بلوچستان وزیراعلا ښاغلي سرفراز بګټي ویلي بلوچستان کې د امنیت ټینګښت د پاکستان د ثبات ضمانت دی اؤ چا چې بلوچستان کې ټوپک راپورته کړی په کلکه به یې مقابله کولی شي.

تېره ورځ د بلوچستان د اپیکس کمیټې غونډې ته خپله وینا کې ښاغلي بګټي ویلي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه یوازې د پوځ اؤ وسله والو تر منځ نه ده بلکې "دا زمونږ د ټولو ګډه جګړه ده"

د بلوچستان حکومت له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې د اپیکس کمیټې په غونډه کې صوبه کې په امنیت کې د غوره والي راوستو،د قاچاق یا اسمګلنګ د مخنیوي اؤ د غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو په ګډون په یو لړ معاملو مهمې پرېکړې شوې دي.

دې غونډه کې د اسمګلنګ د مخنیوي لپاره په پراخه کچه د کارروایو په پیل کولو اتفاق شوی اؤ د چینو،څرې،پټرولو اؤ ډیزلو د قاچاق د مخنیوي ترڅنګ د نان کسټم پید ګاډو د قاچاق مخنیوي لپاره د موثره ګامونو پورته کولو پرېکړه هم شوې ده.

غونډه کې دبلوچستان حکومت صوبه کې د سي پیک په پروژو د کار کوونکو چینایي وګړو د امینت لپاره په شوؤ سپارښتنو په کلکه د عمل کولو لار ښوونه کړې ده .

دغې غونډې ته صوبه کې په ناقانونه ډول د میشتو بهرنیو کډوالو دشمیر شمېرو په اړه هم احوال تېر کړل شوی اؤ پرېکړه شوې ده چې د کډوالو ستنولو عمل به د وفاقي حکومت لخوا د ورکړل شوي مهلت سره سم عیارولی شي.

بلوچستان د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ دی اؤ دغلته وخت په وخت بیلتون پاله بلوڅ وسله وال تنظیمونه په امنیتي ځواکونو، د پنجاب په وګړو اؤ بهرنیو تاسیساتو بریدونه کوي.

تېره اوونۍ وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي وؤ غره ته د ختلو(بلوڅ وسله والو) سره د خبرو اترو لپاره یوه کمیټي جوړولی شي اؤ دا کمیټی به پارلیمان کې د موجودو ګوندونو، پارلیمان نه د بهر ګوندونو اؤ قبایلي شخصیاتو سره له خبرو اترو وروسته خپله غوڅه راي مخې ته راوړي.

تر دې وړاندې هم سرفراز بګټي بلوڅ مزاحمت کوونکو ډلو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه خو بلوڅ وسله والو ډلو لا د حکومت د روغې جوړې اؤ مذاکراتو دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په کوئټه کې جوړه شوې ادبي مېله پای ته ورسېده - اهم ټکي یې څه و؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG