لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف پاکستان ته د یو ارب اؤ ۱۰ کروړه ډالرو ورکولو منظوري ورکړه


د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) اجراییه بورډ د پاکستان د لنډ مهاله پور د پروګرام د وروستي قسط یو ارب اؤ 10 کروړه ډالرو منظوري ورکړې ده .

آي ایم ایف پخپله اعلامیه کې ویلي چې پاکستان ته به د حکومت د ملکیتي ادارو اصلاحات په مخکې وړل اؤ د پالیسۍ په کاري چوکاټ کې چلول وي.

پخپله اعلامیه کې نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي چې پاکستان دویمه ارزونه په کامیابۍ سره ترسره کړې ده.

پاکستان په تېرکال د جولاي میاشت کې د آي ایم ایف نه د نهو میاشتو د لنډې مودې د پور پروکرام ترلاسه کړی ؤ اؤ څېړونکي وایي چې ددغه پور لپاره آي ایم ایف پاکستان ته څه شرطونه یا اهداف ایښي وؤ پاکستان هغې ته سنجیده پاتې شوی اؤ ټول اهداف یې په کامیابۍ سره ترلاسه کړي.

آي ایم ایف پخپله اعلامیه کې ویلي چې پاکستان کې د ګرانۍ کچه په ښکته روانه شوې ده اؤ د قرض له پروګرام وروسته د پاکستان د معاشي پرمختیا کچه 2 ته رسېدونکې ده.

اعلامیه کې هیله ښودل شوې چې د ګرانۍ کچه به د جون میاشت کې 20 فیصدي ته راکمه شي.

د آي ایم ایف د اعلامیې له مخې د پاکستان د بهرنیو اسعارو خالصې زیرمې د 4.5 نه 8 اربه ډالرو ته لوړې شوي اؤ پاکستان په وصولیو کې کې د اضافې له لارې ګردشي پورونو کې اضافه راکمه کړې ده اؤ دې لپاره د توانایۍ په څانګه کې په وخت د "ټیرف ایډجسمنټ" مهم کردار ادا کړی دی

نړیوالې مالیاتي ادارې ویلي تېر مالي کال کې د پاکستان دننه د بې روزګارۍ کچه 8.5 فیصدي وه اؤ هیله ده چې روان مالي کال کې به دا کچه 8 فیصدي پاتې شي.

تېرمالي کال کې محصولات اؤ ګرانټونه د جي ډي پي 11.4فیصدي وؤ اؤ روان مالي کال کې دا 12.5 فیصدي پاتې کیدای شي.

د آي ایم ایف له مخې تېر مالي کال کې د بجټ خساره د جي ډي پي 7.8 فیصدي وه اؤ روان مالي کال کې یې 7.5 فیصدي پاتې کیدو امکان دی.

دغه نړیواله اداره وایي پروسکال د پاکستان د کرنټ اکاونټ خساره د جي ډي‌ پي 0.7 فیصدي وه اؤ روان مالي کال کې دا 0.8 فیصدي پاتې کیدای شي.

پخپله اعلامیه کې آي ایم ایف د پاکستان نه غوښته کړې چې د پیاوړې اؤ هر اړخیزې پرمختیا لپاره په اصلاحاتو کې باید چټکتیا راولي اؤ د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام له لارې دې د بې وزله طبقو د تحفظ ګامونه واخلي اؤ هم دې د غبن د مخنیوي ادارې پیاوړې کړي.

پاکستاني رسنۍ هیله ښیي چې د آي ایم ایف د اجراییه بورډ لخوا له منظورۍ وروسته به پاکستان ته 1 ارب اؤ 10 کروړه ډالر روانه اوونۍ کې ترلاسه شي اؤ داسې به د آي ایم ایف دغه پروګرام سرته ورسي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG