لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي


په رفح کې د اسرایلو په هوایي بریدونو کې د وژل شويو فلسطینیانو جنازې ته راټول شوي کسان
په رفح کې د اسرایلو په هوایي بریدونو کې د وژل شويو فلسطینیانو جنازې ته راټول شوي کسان

واشنګټن - د فلسطین روغتیايي چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې اسرایلو د غزې پټۍ په رفح سیمه کې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي.

عیني شاهدان او روغتیايي کارکونکي وايي، چې بریدونه د رفح په دریو کورونو باندې شوي دي.

دغه سیمه د غزې او مصر ترمنځ د پولې په اوږدو کې پرته ده او دا مهال د غزې تر نیمايي زیاتو وګړو پکې د حماس پرضد د اسرایلو له روان پوځي کمپاین څخه پناه اخیستې.

بل پلو د اسرایلو پوځ ویلي، چې جنګي الوتکو یې د لیبان په جنوبي برخو کې د حزب الله پرضد بریدونه کړي.

په ورته وخت کې ټاکل شوې وه چې د حماس چارواکي د ګل یا دوشنبې په ورځ په مصر کې د اوربند په اړه په تازه خبرو کې برخه واخلي چې له مخې به یې په غزه کې د څو اونیو لپاره اوربند راځي او حماس به د اسرایلو بندیان خوشې کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرایلو له وزیر اعظم سره د یکشنبې یا اتوار په ورځ په ټیلیفون باندې خبرې کړي خو وایټ هاس داسې څه نه دي ویلي چې اوربند راتلونکی دی.

د وایټ هاوس په بیان کې راغلي، دواړو مشرانو "د روانو خبرو ارزونه کړې چې بندیان پکې خوشې کېږي او په غزه کې سمدستي اوربند راځي."

د جګړې د درېدو لپاره د میاشتو راهیسې مذاکرات روان دي، خو اسرایل او حماس په دغو خبرو کې چې امریکا، مصر او قطر یې منځګړیتوب کوي پرمختګ نه دی کړی.

حماس غوښتنه کوي چې اسرایل دې جګړه ختمه کړي او له غزې دې ووځي خو نتن یاهو ورسره مخالفت کوي او د غزې په رفح کې د ځمکنو عملیاتو ګواښ کوي چېرې چې تر یو میلیون زیات فلسطینیان راټول شوي دي.

سپینه ماڼۍ وايي، بایډن یو ځل بیا نتن یاهو ته واضحه کړې چې امریکا په رفح کې د اسرایلو د ځمکنیو عملیاتو سره مخالفت لري ځکه هلته د پرتو فلسطینیانو ژوند ته پکې خطره ده.

دواړو مشرانو همدارنګه غزې ته د بشری مرستو په زیاتېدو باندې هم خبرې کړي چې په هغو کې به په روانې اونۍ کې د شمال د یوې نوې لارې څخه هم د مرستو استول وي.

د بایډن او د نتن یاهو خبرې په داسې وخت کې شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن منځني ختیځ ته تللی چې په سیمه کې د سعودي، اردن او اسرایلو له چارواکو سره خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، بلېنکن به د امریکا په دې نظر باندې ټینګار وکړي چې دا حماس دی چې د اوربند په وړاندې خنډ دی.

دوی ویلي، دغه جګ پوړی ډپلوماټ به په دې هم ټینګار وکړي چې دا شخړه نوره په سیمه کې خپره نه شي.

حماس د تېر اکټوبر په اوومې نېټې باندې په اسرایلو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.‌

اسرایلو یې په غبرګون کې په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې پکې له ۳۴۴۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.‌

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG