لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف له بل ګېټس سره ليدلي، پاکستان کې د پوليو ضد کمپاين پيل شوی


د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د بل اېنډ ملنډا ګېټس د مشر بل ګېټس سره لیدلي، شريف د پاکستان او ګېټس فاونډېشن ترمنځ د کلکې همکارۍ ‏یقيني کولو دپاره د بل ګېټس سره په ګډه د کار کولو ژمنه کړې ده.‏

پاکستان کې نن د ګل/دوشنبې د ورځې نه د پوليو ضد کمپاين پيل شوی په ‏‎91‎‏ ضلعو کې چرته د پوليو خطره موجوده ده، د پينځو کالو نه کم عمر ‏ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.‏

د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، شهباز شریف نن د سعودي عرب پلازمېنه رياض کې د نړيوالې اقتصادي غونډه په څنډه کې ليدلي، او له دغې وړاندې ‏یې "د نړیوال صحت د ايجنډې د نوې پېژندګلو" په يو پېنل بحث کې ګډون کړی دی.‏

د پاکستان وزیراعظم ویلي، د ملک څخه د پولیو د خاتمې دپاره پوره هڅې کوي، او د پوليو د خاتمې په لړ کې یې د اوږدې مودې په مرسته د بل اېنډ ‏ملنډا ګېټس مننه کړې او زياته کړې یې ده، د پوليو نه د پاک پاکستان د حتمي هدف ترلاسه کېدو دپاره د ټولو همکارانو لخوا د پرله پسې هڅو ضرورت ‏دی.‏

ویل شوي، بل ګېټس د پوليو د خاتمې په لړ کې د پاکستان هڅې ستايلي او ويلي يې دي د پوليو خاتمه د راتلونکو نسلونو د دې خطرناکې ناروغۍ څخه ‏بچ کولو ډېر ضرورت دی.‏

بل لور ته د پاکستان د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر (کوارډينېټر قومي اېمرجنسي اپرېشن) ډاکټر شهزاد بېګ ویلي، له نن څخه په ټول هېواد کې د پوليو ضد ‏څاڅکو کمپاين پيل کيږي، د دوه لکو نه زيات پوليو کار کوونکي به د پاکستان په هغو ‏‎91‎‏ ضلعو کې کور په کور ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي ‏چرته چې د پوليو وايرس خطره موجوده ده.‏

په خېبرپښتونخوا کې د صحت چارواکو ويلي، له نن څخه به د صوبې په مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل کولی شي او دا کمپاين به په ‏دوو برخو کې ترسره کیږي.‏

د پوليو د مخنيوي چارواکو په میاندو پلارانو غږ کړی، ماشومانو ته دې د پوليو د مخنيوي څاڅکي ضرور ورکړي ځکه د پوليو وايرس د تلعمرۍ دپاره ‏ماشومان معذوره کوي او دا وايرس چې دا وخت يواځې په پاکستان او افغانستان کې دي، که يو ځل د دې سيمې نه ختم شو د ګردې نړۍ نه د تل دپاره ‏ختمېدی شي.‏

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه مثبتې پېښې معلومې شوي او د ملک په بېلابيلو برخو کې د پوليو وایرس ګڼې مثبتې نمونې هم رپورټ ‏شوي دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG