لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له آی اېم اېف سره د پور په نوي پروګرام خبرې کړي، امريکې د پاکستان د هڅو ملاتړ کړی


د پاکستان د خزانې وزير د ګل/ دوشنبې په ورځ اې اېف پي ته ویلي، پاکستان د خپلو اقتصادي اصلاحاتو په پروګرام کې د مرستو دپاره د مالياتي ادارې ‏آې اېم اېف سره د څو اربه ډالرو د قرض په تړون خبرې کړي دي.‏

امریکې هم د پاکستان د اقتصادي کاميابۍ دپاره د ملاتړ څرګندونه کړې ده.‏

د پاکستان د خزانې وزير اورنګزېب په واشنګټن کې اې اېف پي سره په مرکه ک ويلي، پاکستان د آی اېم اېف سره د څو کلونو دپاره د اربونو ډالرو د پور په ‏نوي پروګرام خبرې اترې پيل کړي دي.‏

اورنګزېب ويلي، د مارکیټ اعتماد او د مارکیټ جذبه په دې مالي کال کې ډېره زيات په ښه شکل کې ده.‏

هغه زياته کړې، په دې اوونۍ کې، مونږ د فنډ سره د يو زيات پراخه پروګرام کې د شاملېدو خبرې اترې پيل کړي دي.‏

د آی اېم اېف يو ویاند ويلي، پاکستان سره د نهه مياشتو د پور پروګرام زر سر ته رسي، هغه اې اېف پي ته ويلي، د فنډ توجه په موجود سټېنډ بايي ‏پروګرام پوره کېدو باندې ده.‏

هغه زياته کړې ده، نوي حکومت د پور په نوي پروګرام کې خوښي څرګنده کړې ده، او د آی اېم اېف عمله د نوي پروګرام په سر د خبرو اترو دپاره تياره ده.‏

بل لور ته امریکا ويلي، پاکستان د خپل اقتصاد په ښه کولو کې پرمختګ کړی دی او امریکا یې د قرضونو د بوجه د مخنيوي دپاره د هڅو ملاتړ کوي.‏

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتهيوميلر په اوونيزه خبري غونډه کې د پاکستان د آی اېم اېف سره د پور د نوي پروګرام په حواله ويلي، امریکا د ‏پاکستان حکومت هڅوي، چې د خپلو اقتصادي چېلنجونو د مخنيوي دپاره اقتصادي اصلاحاتو ته پاملرنه وکړي.‏

هغه ويلي، امریکا د پاکستان د اقتصادي کامیابي ملاتړ کوي.‏

اورنګزېب ويلي، دوی به لږ تر لږه د درېو کالو د پور د پروګرام خواست کوي، هغه زياته کړې، د مې د دويمې يا درېمې اوونۍ پورې به د خبرو کومه خاکه ‏مخې ته راشي.‏

‏(د دې خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي دي)‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG