واشنګټن - په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او د اسرایل-ایران ترمنځ تازه شخړې پر وخت د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فېصل بن فرحان بن عبدالله نن او د ایران صدر ابراهیم رییسي د اپریل په ۲۲مه اسلام اباد ته رسېږي.
د پاکستان حکومتي رېډیو خبر ورکړی چې د سعودي وزیر به نن اسلام اباد ته سفر کوي.
پاکستان ته د ایراني ولسمشر سفر:
په پاکستان کې د انګرېزي ژبې ورځپاڼې دې نیوز د خارجه چارو د وزارت او په اسلام اباد کې د ایران د سفارت له خولې لیکلي چې د ایران صدر ابراهیم رییسي به هم اسلام اباد ته په راتلونکې اونۍ کې دوه ورځنی سفر کوي.
ورځپاڼې د هغه د سفر نېټه د اپرېل ۲۲مه ښودلې ده.
دا به د ایران او اسرایلو ترمنځ له تازه لانجې وروسته بهر ته د ایراني ولسمشر لومړنی سفر وي.
ایران د شنبې یا خالي په ورځ په اسرایلو باندې د ډرون بریدونه وکړل.
دغه ډول ابراهیم ریسي به په پاکستان کې د وزیر اعظم په توګه د شهباز شریف له ټاکل کېدو وروسته د بهرني هېواد لومړی مشر وي چې له پاکستان څخه لیدنه کوي.
د ایران سفارت دې نیوز ورځپاڼې ته د اتوار یا یکشنبې په ماښام ویلي، چې دغه ټاکل شوی سفر به په رسمي توګه د اسلام اباد او تهران لخوا اعلان شي خو له اسلام اباد څخه د ولسمشر ابراهیم ریسي لیدنه حتمي ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه لیدنه تایید کړې ده.
ډان ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان ته د ایراني ولسمشر دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو لپاره ترسره کېږي کومې چې په جنورۍ کې په یو او بل باندې د توغندیو له ویشتلو سره خرابې شوې وي.
سرچینې وايي، د ولسمشر ریسي د سفر په اجندا کې دوه اړخیزې اړیکې، امنیتي همکارۍ، د ګازو نل لیکه او ممکن د ازادې سوداګرۍ تړون شامل وي.
دغه ډول خبر زیاتوي، چې دواړه خواوې به د ایراني ولسمشر په دې لیدنه کې د افغانستان او فلسطین د حالاتو په ګډون په سیمیزو او نړیوالو مسلو باندې خبرې وکړي.
پاکستان ته د سعودي عرب د بهرنیو چارو د وزیر سفر:
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير شهزاده فېصل بن فرحان په پلاوي کې به ورسره د سعودي عرب د اوبو او کرکيلې، د صنعوتونو او معدنياتو وزيران، د پانګونو مرستيال وزير، د سعودي د ځانګړې کمېټۍ مشر او د توانايۍ د وزارت لوړ پوړي چارواکي مل وي.
ويل شوي، دغه سفر د وزيراعظم شهباز شریف د سعودي عرب د وروستي سفر چې پکې یې د وليعهد او سعودي عرب د وزيراعظم شهزاد محمد بن سلمان سره ليدلي، او په دوه اړخيزه اقتصادي مرستو سېوا کولو یې ورسره خبرې شوې وې، د هغې سفر او خبرو کړۍ ده.
د بهرنيو چارو وزارت تمه څرګنده کړې، د سعودي عرب پلاوی به د صدر، وزيراعظم، بهرنيو چارو او نورو وزارتونو په ګډون د پوځي مشر او ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل سره هم وويني.
ويل شوي، د دې سفر هدف دوه اړخيزه مرستو سېوا کولو او خپلمنځي ګټوره اقتصادي شراکت داري متحرک کول دي.
ناقدين وايي، په وروستيو کلونو کې پاکستان کې په دولتي کچه د سعودي عرب د پانګونو دعوې کړې خو نتيجې یې مخې ته نه دي راغلي. د سعودي عرب لوړ پوړی پلاوی په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې ايران د اتوار په ورځ په اسرايل د ډرون او ميزايلو برید کړی دی.
څيړونکي وايي، په مينځني ختيځ کې سېوا کېدونکی کړکېچ به د سعودي عرب او پاکستان د خبرو مهمه موضوع وي. ايران د پاکستان سره 900 کلوميټره پوله لري.
اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل 320 ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې 99 فيصده راغورځولي دي.
د نړۍ اووه شته منو هيوادونو جي-7 هيوادونو ويلي، "ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ او قابو نه بهر شخړې د خطرې دپاره بل ګام پورته کړی دی، بايد د دې نه ډډه وشي". د اسرايل د دفاعي ځواکونو وياند لفټننټ کرنل پيټر لرنر سي اېن اېن ته ویلي، "ايران په بريد کې ناکامه شوی دی".
لرنر ويلي، تهران پوځي اډه په نخښه کړې د کوم په اړه چې ايران وايي، دغه اډه د اپرېل په لومړۍ نېټه د شام په پلازمينه دمشق کې د ايران په سفارتخانه د بريد دپاره کارېدلې او دوه ايراني جرنېلان پکې وژل شوي وو.
هغه زیاته کړې، د شپې په هوايي بريد کې کوم تاوان نه دی اوښتی.
او د امریکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي سي اېن اېن ته ويلي، زیاتره ميزايلې او ډرون د ايران څخه داغل شوي دي، او ايران چې څه کړي دي دا یې د نړيوالو فضايي حدودو سرغړونه کړې ده.
په اسرايل داغل شوو ميزايلو کې ځينې په اسرايل کې غورځېدلي خو زيات یې د رسېدو نه وړاندې په هوا کې ويشتل شوي او غورځول شوي وو.
چارواکو ويلي، په اسرايل کې يواځې يوه عرب اسرايلي جينۍ په ټکړو د لګېدو څخه ژوبله شوې ده.
کربي د ايران لخوا داغل شوو ډرون او ميزايلو راغورځول پوځي کاميابي بللې او زياته کړې یې ده په اسرايل یې ډېر کم تاوان اړولی دی.
ايران د اتوار په ورځ اسرايل او امریکې ته خبرداری ورکړی که د اسرايل د خاورې نه ځوابي کارروايي وشوه د ایران ځواب به هم ډېر غټ وي. ايران ويلي، په اسرايل یې حمله ختمه کړې خو لرنر ويلي، "ضروري نه ده چې مونږ د دوی خبره ومنو".
جان کربي ویلي، امريکې د ايران په ډرون او میزايلو غورځولو کې د اسرايل مرسته کړې خو ورسره یې ويلي، په ايران حمله کې به برخه هم نه اخلي.
د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د ایران حملې ته د جواب ويلو دپاره د خپلې جنګي کابينې غونډه بللې او په ټولنيزو رسنیو یې ویلي، "مونږ حمله ودرولې، مونږ په شا تمبولې او مونږ به په شريکه ګټه کوو".
Forum