لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکي په ۲۰۱۳ کال د تورن هندي جاسوس د وژونکي په اړه پلټنې کوي


واشنګټن – پاکستاني چارواکي د هغه سړي د وژل کېدو په اړه پلټنې کوي څوک چې په ۲۰۱۳ کال کې په لاهور کې د یو تورن هندي جاسوس سرابجیت سینګ د وژنې په پېښه کې بري شوی و.

پاکستان تر دې مخکې د هند په استخباراتي ادارې باندې تور لګولی و چې د پاکستان دننه په دغې وژنه کې ښکېل و.

پاکستان ویلي و دوی تېر کال د دوو پاکستانیانو په وژنه کې د دوو هندي ایجنټانو د لاس لرلو په اړه باوري اسناد لري.

د پاکستان په لاهور ښار کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د وژل شوي کس نوم امیر تمبا و.

هغه د سرابجیت سینګ په وژنه کې چې په پاکستان کې په جاسوسۍ تورن شوی و او په ۱۹۹۱ کال کې ورته د مرګ سزا اورول شوې وه مشکوک وو.

خو په سېنګ باندې په ۲۰۱۳ کال کې د لاهور په یو زندان کې بندیانو برید وکړ او هغه یې وواژه.

د هغه برخلیک د هند او پاکستان ترمنځ فشارونه زیات کړل.

تمبا او یو بل کس د سینګ د وژلو لپاره محاکمه شول خو په ۲۰۱۸ کال کې د اسنادو او شواهدو د نه شتون له امله بري شول.

د لاهور د پولیسو انسپېکټر جنرل علي ناصر رضوي وویل،‌ وسلوال د تمبا کور ته ننوتي او هغه یې په ډزو وژلی دی او هغوی بیا په موټر سایکل تښتېدلي دي.

د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې چارواکي د پېښې ځای ته ورغلي دي او د تمبا مړی یې اخیستی او د ښار پوځي روغتون ته یې وړی.

رضوي وویل، د نامعلومو برید ګرو پرضد یې دوسیه اچولې خو په دې اړه یې نور څه معلومات ور نه کړل او نه یې هم د دغې وژنې د انګېزې په اړه څه وویل.

د پاکستان په رسنیو کې هم د تمبا د وژنې په اړه زیات څه نه و.

خو هندي رسنیو یې په چټکۍ سره راپور ورکړ.‌ په سمدستي ډول د هندي چارواکو لخوا څه نه دي ویل شوي.

سېنګ په ۱۹۹۰ کال په لاهور او فیصل اباد کې د یو شمېر چاودنو سره په تړاو نیول شوی و په کومو کې چې ۱۴ کسان وژل شوي وو.

د هغه کورنۍ وايي چې سینګ بې ګناه و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG