پاکستان کې د وړوکي اختر مياشت وليدل شوه، سبا د شورو/ چهارشنبې په ورځ (لسم اپرېل) به وړوکی اختر نمانځل کيږي.
د پاکستان د مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبير ازاد پاکستان کې د وړوکي اختر د میاشتې ليدو اعلان وکړو.
د میاشتې ليدو دپاره اسلام اباد او د ملک په نورو غټو ښارونو کې د زونل کمېټيانو غونډې وشوې.
په اسلام اباد کې د مرکزي غونډې وروسته مولانا عبدالخبير ازاد اعلان وکړو چې د ملک د مختلفو برخو څخه ورته د میاشتې ليدو شهادتونه ترلاسه شو.
د عبدالخبير د اعلان نه وړاندې د کراچۍ، لاهور او کوټې زونل کمېټيانو ويلي وو، دوی ته کوم شهادت نه وو ترلاسه شوی.
د پاکستان په ګډون افغانستان، سعودي عرب او نورو هېوادونو کې سبا وړوکی اختر اعلان شوی دی.
خو د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، په هند او بنګله دېش کې د وړوکي اختر مياشت نه ده ليدل شوې هلته به د زيارت/ پنجشنې په ورځ وړوکی اختر وي.
پاکستان کې اکثره اختر او روژې په بدلو ورځو وي، خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې اکثره د روژې او اختر اعلان وشي او نور پاکستان کې بيا يوه ورځ وروسته کيږي.
Forum