لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور: پاکستان کې سږ کال په ترهګریزو پېښو کې ۴۳۰ تنه وژل شوي، زیاتره بریدونه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې شوي


د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټدیز نومې ادارې ترمخه سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ او پرضد عملیاتو کې یې د ترهګرو په ګډون ۴۳۰ کسان وژل شوي دي.

راپور وايي، په دې کې د عامو خلکو او د امنیتي ځواکونو له ډلې څخه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸۱ ده.

دغه ډول تر ټولو نه زیاته ترهګري یعنې ۹۲ فیصده پېښې بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې رپورټ شوي.

دغه شان بلوچستان صوبه کې په لومړیو دریو میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۷۸ ده.

په دې اړه خبریال او څېړونکي حق نواز ډیوې ته وویل،

"خیبرپښتونخوا اؤ بلوچستان له افغانستان سره په پوله پرتې صوبې دي اؤ دې سیمه کې د ډير وخت نه جنګ روان دی. پاکستان دلته د ترهه ګرې ذمه وار افغانستان ګڼي خو افغانستان دا د پاکستان داخلي ‌مسله ګرځوي. دلته د ترهه ګرۍ د زیاتیدونکو پیښو یوه وجه له ترهګرو ډلو سره مذاکرات اؤ بله دا ده چې پاکستان چرته د ترهه ګرې پرضد واضحه تګلاره نه ده ټاکلې."

د سي آر اېس اېس د ادارې رپورټ وايي چې سږ کال لومړیو دریو میاشتو کې ترهګرو ډلو دلته د شل فیصدو نه هم د کمو بریدونو ذمه واري قبوله کړې ده.

یوې بلې غیرې دولتي ادارې پاکستان انسټي ټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وايي، په مارچ میاشت کې ترهه ګرو پاکستان کې لوی هدفونه په نښه کړي دي اؤ دې میاشت کې څلور ځان وژونکي بریدونه هم شوي دي.

رپورټ وايي، په دې لویو هدفونو یا هاي پروفائل بریدونو کې شمالي وزیرستان میر علي کې په پوځ برید، په ګوادر پورټ کمپلیکس برید، تربت کې د سمندري ځواکونو په مرکز برید اؤ بشام کې په چینیاي وګړو بریدونه شامل دي.

پاکستان انسټېټيوټ فار پيس اینډ سېکيورټي سټدیز څخه عبدالله وايي،

"د داسې بریدونو له وجې د دوو هیوادونو ترمینځ تعلقات هم خرابیدې شي مثال یې میر علي کې شوې برید دی له کوم نه وروسته چې پاکستان افغانستان دننه بمباري وکړه اؤ افغان طالبانو بیا ځوابي کارواي وکړه اؤ له دې وجې دواړو هیوادونو ترمینځ تعلقات هم خراب شول.اوس داسې ښکاري چې ترهه ګر تنظیمونو صلاحیت زیات شوی دی اؤ دا بریدونه ددې مثال دې."

رپورټ وايي په مارچ میاشت کې زیات بریدونه د خیبرپښتونخوا سیمو کې شوي دي اؤ د دې په نتیجه کې په دې صوبه کې ۳۱ تنان وژل شوي دي اؤ بلوچستان صوبه کې په یو میاشت کې شویو شپاړلس بریدونو کې د وژل شوی۲۶ تنه وه.‌

پاکستان کې ولې ترهه ګري ېو ځل بیا په زیاتیدو ده اؤ پاکستان څنګه په دې قابو موندلې شي؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې څېړونکي محمد کاشف خان ډیوې ته وویل،
ساټ
"پکار ده چې دې سیمه کې موجود ګاونډی هیوادونه دې کیني اؤ دې مسلې شریک حل دې وګوري، لکه پاکستان ته ټي ټي پې مسله ده، چین ته ایسټرن ترکستان موومنټ خطر دی، ایران اؤ روس ته داعش نه خطر دی، باید دا ټول هیوادونه افغانستان سره کیني د هغې صلاحیت دې دومره زیات کړي چې هغه دې تنظیمونو پرضد موثره کارواې وکړي."

دې ادارو رپورټونه وايي پاکستان کې نور ترهه ګر تنظیمونه هم په تیرو وختونو کې فعاله پاتې شوي دي خو دا ځلې د شویو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان اؤ داعش په غاړه اخیستې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG