لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستیو تاوتریخوالو ته غبرګون وښود


په افغانستان باندې د پاکستاني ځواکونو د هوایي بمباریو او ورپسې د پاکستان په پوځي مرکزونو د افغان طالبانو د جوابي حملو نه پس، امریکا د تشدد دغو پېښو ته غبرګون ښودلی او د دواړو اړخونو یې غوښتي دي چې خپلې ستونزې دې د خبرو اترو د لارې حل کړي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرین ژان-پیئر د ګل/دوشنبې په ورځ د وي او اې د خبریالې، انېټا پاول پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې امریکا په افغانستان باندې د پاکستاني جهازونو د حملو نه آګاهه ده، کوم چې پاکستان پخپل پوځي مرکز باندې د خالي ورځې د حملې په جواب کې کړې دي.

کېرین ژان-پيئر وویل: "مونږ ډېر خفه یو چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک مړه شوي او زخمیان شوي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د [پاکستان] د بمباریو له کبله اولسي خلک وژل شوي دي. مونږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو نه ترسره کېدل دې یقیني کړي. مونږ له پاکستانه غواړو چې زغم یا تحمل دې وکړي او دا دې یقیني کړي چې د هغو په ترهګرۍ ضد کاروایو کې اولسي خلکو ته نقصان ونه رسیږي."

د سپينې ماڼۍ ویاندې د پاکستان او افغان طالبانو وغوښتل چې د تشدد پرځای دې، د خبرو لاره خپله کړي. هغې زیاته کړه: "مونږ په دواړو اړخونو غږ کوو چې خپل هر قسمه اخلافات د خبرو اترو د لارې حل کړي. مونږ دا یقیني کولو ته چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو دپاره، چې وغواړي امریکا یا زمونږ نور اتحادیانو یا شریکانو ته زیان ورسوي، په پټنځای بدل نشي."

په امریکا کې د وېلسن څېړنیز مرکز د جنوبي اېشیا د انسټیټوټ مشر مایکل کوګلمېن د پاکستان او افغانستان ترمنځ مخې ته راغلی اوسنی وضعیت، غیرمعمول بللی دی. کوګلمېن په اېکس (پخواني ټوېټر) باندې لیکلي دي:

"دا اول ځل ندی چې پاکستان په افغانستان کې دننه د ټي ټي پي په ضد عملیات ترسره کړي، مګر د دې ځل بمبارۍ د پیمانې په لحاظ، نسبتآ پراخه دي، او همدا راز د پاکستان او افغانستان دواړو اړخونو له لوري یې په عوامي طور تصدیق شوی او دا غیرمعمول دی. دا به [د حالاتو تناو] راکمول، سخت کړي."

په ملګرو ملتونو کې افغان استازي نصیر احمد فایق د پاکستان وروستۍ بمبارۍ د افغانستان د علاقائي سالمیت او د نړېوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي بللې ده.

فایق، چې جمهوریت د دورې مامور پاته شوی او د طالبانو د رژیم استازیتوب نکوي، په اېکس پلېټفارم باندې لیکلي: "د افغانستان په خاورې باندې د پاکستاني پوځ بمبارۍ، په هره بهانه چې وي، د نړېوال قانون او د افغانستان د علاقائي سالمیت او خودمختارۍ ښکاره خلاف ورزي ده. مونږ دا اقدامات په کلکه غندو. د افغانو ښځو او ماشومانو وژل غیرقابل قبول دي او هېڅ قسمه امنیتي خطرې یې جواز نشي کېدلی."

په افغانستان کې واکمنو طالبانو وویل چې د اتوار او ګل ورځو ترمنځ شپه کې، پاکستاني جهازونو د پکتیکا او خوست ولایتونو په دوو ولسوالیو بمبارۍ وکړې چې په کې ټولټال پنځه ښځې او درې ماشومان ووژل شول.

طالبانو د پاکستان دا حملې په کلکه وغندلې، او د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړ چې په انتقامي کاروايي کې یې د "ډیورنډ فرضي کرښې" په غاړه، د پاکستان پوځي مرکزونه په "درنو وسلو" په نښه کړي دي.

پاړه چېنار ته نږدې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د شخړې او جګړې خبر هم ورکړی شوی دی.

په ټولنيزو رسنيو داسې پوسټونه شوي چې پاکستان د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د تحریک طالبان پاکستان پټنځايونه په نخښه کړي او ‏پکتيکا کې د عبدالله شاه په نوم کمانډر کور ويشتل شوی دی.‏

ذبيح الله مجاهد ويلي، عبدالله شاه نومې کس په پاکستان کې دی او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم يو بيان او ويډيو خپره کړې ده، ټي ټي پي ‏دعوه کړې "پاکستان د متاثرينو کورونه بمبار کړي څوک چې د څو کالو نه د پاکستاني ظلم څخه تنګ شوي او افغانستان ته کډه شوي وو".‏

په دې رپوټ کې ځیني معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخېستل شوي دي

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

د اېچ آر سي پي رپورټ او په پاکستان کې د انساني حقونو وضعیت
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG