د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په يو وسله وال بريد کې دوه پولیس وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی. د اتوار/يکشنبې په ورځ هم پېښور کې په يوه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي وو.
د پېښور پوليسو د شپې ناوخته ويلي، د مېچنۍ تاڼې ګېټ په ډاګ کاره حدودو کې په پوليس موبايل ډزې شوي، کانسټېبلان اجمل او سراج په کې وژل شوي او موبايل افسر (اې اېس ای) مظهر په کې ژوبل شوی دی.
پوليسو ويلي، د پېښې په خبر ترلاسه کېدو پولیس افسران او نفري موقعې ته رسېدلې او په غټه کچه د لټون عمليات يې پيل کړي دي.
په سمدستي توګه په پوليسو د بريد زمه واري چا نه ده منلې. سهار وختي د وژل شوو پولیسو جنازه په ملک سعد شهيد پوليس لاين کې شوې ده.
د اتوار/يکشنبې په سهار د پېښور د بورډ بازار تر څنګ په ناصر باغ روډ یوه چاودنه شوې وه، د چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او یو تن بل ژوبل شوی وو.
د اتوار په ورځ په نوښار کې هم يو پوليس اهلکار په ډزو وژل شوی وو.
د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور د پېښې غندنه کړې او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لارښوونه یې کړې وه.
نوموړي د وزيراعلا جوړېدو سره سم خپله لومړۍ وينا کې ويلي وو، "خېبرپښتونخوا ته تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ ورپېښ دی، زما يقين او امېد دی چې خدای تعالا به په مونږ رحم وکړي مونږ چې کومې قربانۍ ورکړي مونږ به د ترهګرۍ په خاتمه کې کامياب شو".
Forum