لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېنټکام: ټي ټي پي د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ثبات لپاره د پام وړ ګواښ جوړ کړی


څېړونکي د امریکا د مرکزي قوماندې یا سېنټکام د مشر جنرال مایکل کورېلا خبرې له ځمکنیو حالاتو سره سمې بللې چې وايي، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ثبات لپاره د پام وړ ګواښ جوړ کړی.

جنرال کورېلا دغه وینا په داسې وخت کې کړې چې پاکستاني چارواکي له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګریزو پېښو د زیاتېدو دعوه کوي.

پاکستاني چارواکي دا دعوه هم کوي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې هم د خپلو بریدونو لپاره کار اخلي خو افغان طالبانو د پاکستان په غوښتنه د دغو ډلو پرضد د کوم ګام اخېستلو ته غاړه نه ده ايښي.

دفاعي څېړونکی برېګډيير رېټايرډ سېد نذير وايي،

"نو داسې لګي چې د افغانستان طالبانو د "Deny and employ" طريقه کار خپل کړی چې هم يې کوه او هم ترې انکار کوه ، نو دا نمونه سټراټجي يې خپله کړې."

د جنرال کورېلا له خوا د امريکا سېنېټ پېنل غړو ته وېل شوي، چې په افغانستان کې د خوندي پټ ځايونو شتون د تشدد کونکې انتها ګرو ډلو خطر زيات کړی او 2023م کال کې دغو ډلو لږ تر لږه 2300 پاکستانيان وژلي دي.

دوی زیاته کړې چې په ځانګړې توګه TTP په پاکستان کې 881 بريدونه تر سره کړي.

د جنرال کورېلا په وینا پاکستان له افغان طالبانو څخه د ttp پر ضد د ګامونو اخېستلو غوښتنه کړې خو کابل د پاکستان غوښتنو ته د غوږ نيولو په برخه کې زړه نه کوي.

خو افغان طالبان په افغانستان کې د غېر ملکي وسله والو ډلو د شتون خبره ردوي او وايي چا ته به هم اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د بل ملک پر ضد وکاروي.

که څه هم د جنرال کوریلا په خبرو طالبان تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو طالب چارواکي په وار وار دا خبره ردوي چې ټي ټي پي له افغانستان څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي.

طالب چارواکو په تېرو وختونو کې ویلي چې پاکستان دې د کور دننه په امنیت کې د ناکامۍ پړه پر طالبانو نه اچوي.

د افغانستان په صورتحال نظر لرونکی خبريال طاهر خان وايي، هم دا وجه ده چې د ttp له لوري له مخ په زياتېدونکو بريدونو وروسته اوس د افغان طالبانو په اړه د پاکستان رسمي دريځ هم بدلېدونکی ښکاري.

"تاسو وګورﺉ څو ورځې وړاندې د پاکستان ملګري ملتونو کې استازي منير اکرم چې غوندې ته کومې خبرې کولې نو د هغه بيان له تېرو بيانونو څخه بدل وو او امنيت شورا ته يې وویل چې افغان طالبانو باندې فشار راولي چې د TTP مخنيوی وکړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد افغان رسنيو ته ویلې دي چې کابل د نوي حکومت په مشرۍ له پاکستان سره ښې اړيکې غواړي خو بيا يې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو پاليسۍ ته د بيا کتنې تمه څرګنده کړه.

د امريکايي جنرال تر مخه 2023 کال کې افغان طالبانو د داعش خراسان ډلې ځینې مهم مشران په نښه کړل خو د ترهګرۍ ضد د فشار ساتلو وړتيا او اراده يې نه ده ښودلې.

برېګډير رېټايرډ سېد نذير وايي،

"داسې ۲۲ شبکې دي چې افغانستان کې موجودې دي او هغوي په ترهګرۍ باور ساتي ۔ نو وړاندې هم افغانستان کې چې کوم جنګونه وو هغې کې دا ډول شبکو ځان مضبوط کړی او ویل کيږي دوي نوې غړي اخېستل هم کوي او بل د طالبانو لاندېني کچه خلک دوي سره په سنګرو کې پاتې شوې دي."

امريکايي جنرال په خپله وینا کې د داعش خراسان له لوري په 2023م کال کې د لږ تر لږه 3 لویو چاودنو خبره هم کړې او د دغه ډلو پلان يې په جنوبي اسيا کې د بې ثباتۍ راوړلو دپاره د خطر وړ بللی.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG