پاکستان کې د موسمياتو محکمې د درېم مارچ پورې د ملک په زياترو برخو کې د تېزې سيلۍ سره د زورور باران، سختې واورې د ورښت او په ځينو ځايونو کې د ږلۍ کېدو وړاندوينه کړې او زياته کړې یې ده، په ځینو علاقو کې سېلابي صورتحال جوړېدی شي، غرونه ښوېدی شي او واورې عادي ژوند اغېزمنولی شي.
د موسمياتو محکمې ويلي، د زورورو لويديځو هواګانو سلسله په 29مه فرورۍ د ملک لويديځو برخه ته داخله شوې او نن د جمعې د ورځې نه به د ملک زياتره برخې نيسي او د سبا خالي/شنبې د ورځې پورې به دا لړۍ روانه وي.
په بلوچستان صوبه کې کې د تېزې سيلۍ او تېز باران سره د واورې امکان څرګند کړل شوی دی.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه پرون د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د زورورو بارانونو له امله ژورې علاقې او ښار په اوبو کې ډوب شوي، باراني بېړني حالت په ځای کړل شوي دي.
او د بلوچستان صوبې نګران وزيراطلاعات جان اڅکزي ویلي، په ګوادر کې د طوفاني بارانونو وروسته د اندېښمنو حالاتو له سببه ګوادر افت زده ګرځول شوی دی.
د رپورټونو ترمخه، د بلوچستان حکومت د ژمي رخصتيانې د يوې اوونۍ دپاره غځولي، او د ټولو سرکاري او غېر سرکاري تعليمي ادارو د اووم مارچ پورې بندولو پرېکړه یې کړې ده، د ژمي رخصتيانې په لومړي مارچ پوره شوي دي.
د موسمياتو محکمې ويلي، د درېم مارچ پورې به د خېبرپښتونخوا په بره غرنو علاقو کې د تېزې سیلۍ سره، باران، واورې او ږلۍ امکان دی.
د افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) د بارانونو، واورې او سېلابي صورتحال سره د غرونو ښوېدو د امکاناتو سره اړونده ادارو ته لارښوونه کړې، هر ډول حالات دې څاري او بېړنيو حالاتو ته دې چمتو وي او د ممکنه خطرو مخ علاقو ته دې په سمدستي ډول مرستې رسول يقیني کړي.
د احتياطي تدابيرو سره سېلګرو ته لاروښوونه شوې چې د سفر نه وړاندې ځان د سیمې په موسم او سړکونو په حال خبر ساتي.
Forum