لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انګور اډه: د ویزې د شرط خلاف احتجاج دوام لري، افغانستان ته غځېدلې تجارتي لاره یې تړلې ده


د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه کوز جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله انګور اډه کې د احمدزۍ وزیرو قبیلې احتجاج نن په ١١٢مه ورځ هم دوامداره دی اؤ احتجاج کوونکو د افغانستان اؤ پاکستان ترمنځ غځېدلې تجارتي لاره د سامان وړونکو ګاډو پر مخ تړلې ده.

احتجاج کوونکي وايي دا حتجاج یې په سیمه کې د بنیادي اسانتیاوو د نشتوالي ترڅنګ د سوداګریزو اسانتیاوو د نشتوالي او د حکومت د نویو تګلارو پر ضد دی چې په پوله یې دوه اړخیز تجارت د پاره د ویزې او پاسپورټ د نظام عملي کولو وروسته سوداګریز فعالیتونه په ټپه درولي دي.

په دې وروستیو کې انتظامیه او پوځ د احتجاج کوونکو سره په وار وار خبرې کړي خو کومه نتيجه يې نه ده لرلې.

د انګور اډې خلکو د عامو ټاکنو پر مهال د رايې ورکولو څخه د احتجاج په توګه بايکاټ کړى و او ویلي یې وؤ چې د ترهګرۍ او جنګونو ځپلو خلکو څخه د معاش یوازینۍ سرچینه تروړل شوې ده.

دې احتجاجي غونډې ته تېره ورځ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي په ترهګرۍ او جنګونو کې ښکېل د سرحدي سیمو خلک باید اسلام اباد ته احتجاج وکړي ځکه دغلته د دوی غوښتنې نه منل کیږي.

د انګور اډې تر څنګ د بلوچستان په چمن کې هم د اکتوبر له 21مې راهیسې په ګڼ شمیر کې خلک په احتجاجي پرلت ناست دي‌ او وايي چې پاکستان دې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.

‎دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، چې نزدې دوه اوونۍ وړاندې له زندانه خوشې شوی، تیره ورځ انګور اډه سیمه کې د ولسي غونډې پرمهال د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان په تګلاره سختې نیوکې کړې دي.

‎هغه د احمدزو احتجاجي غونډې ته ویلي د ملکي اقتصاد روانولو لپاره ترهګري په دوی تپل شوې او خلک یې د دروغو په جګړه کې ښکېل کړي دي چې له امله یې سیمه کې د پښتنو ژوند په ټپه ودرول کیږي.

‎هغه وویل د ملک په نورو برخو کې کاروبارونه روان دي د هند سره واهګه بارډر نه تړل کیږي خو يښتانه یې د خپلو اییني حقونو نه بې برخه کړي دي دا ځکه چې د پښتنو په وینه د ریاست اقتصاد روان دی.

منظور پښتین وویل، د پښتونخوا په ګیس د پنچاب کارخانۍ روانې دي خو د پښتنو نه دا خپل حق تروړل شوی دی.

د پاکستان حکومت بیا بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ترهګري قامي ستونزه ده او ملي عسکرو دخپلو سرونو په تاوان وسله والو ته پراخه زیانونه اړولي دي.

د تیرو شلو کلونو راهسې د پاکستان پوځ د ناامنۍ پرضد په نه ختمېدونکې جګړه بوخت دی او دریځ لري چې تر څو ناامني وي د وسله والو پرضد به عملیات ترسره کوي چې هیواد د ترهګرۍ د ناسور نه خلاص کړي.

د انګور اډې خلک اتلس مطالبې لري چې پکې علاقې ته د انترنیټ او موبایل اسانتیاوې غځول،په علاقه کې د خلکو د اسانتیا د پاره تعلیمي ادارې،روغتیایي مرکزونه او سړکونه جوړول، پوله دواړو خواو ته مېشتو ځایی خلکو ته د وېزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکول او کاروبار کې اسانتیا رامنځته کول شامل دي .

‎د غونډې یو ګډونوال ملک پرملا خان ویلي، د دوي سیمه په هره حواله وروسته ساتل شوې اؤ یوه اسانتیا هم نه لري .

ډیوه سره سره خبرو کې هغه ویلي ددې سیمې خلک بې وزله دي، د خپلو اسانتیا د پاره یې ځایي انتظامیې ته ۱۸ غوښتنې وړاندې کړي خو د دوی په غوښتنو عمل نه دی شوی.

د پاکستان او افغانستان تر منځ پر "ډېورنډ کرښه" د تګ راتګ او سوداګرۍ یو شمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان د افغانستان له پکتيکا صوبې سره پیوست کوي.

د پرلت بل ګډونوال محمد رسول ویلي په پوله دواړو غاړو ته د احمدزو وزیرو قبیلې خلک مېشت دي چې یو بل سره راشه درشه، د ځمکو ملکيتونه او خپل خپلوان لري او دوی ته د پاکستان په شناختي کارډونو د انګور اډې په دروازې د راتګ او تګ اجازه نه ورکول کيږي.

د هغه په وینا د احمدزئ وزیرو د څلورو لويو خېلونو خوجل خېل، توجي خېل، زلي خېل او د ګنګي خېلو جرګې په اتفاق سره په انګور اډه افغانستان ته د تګ دپاره د ويزو پروګرام رد کړی او پرضد به یې سخت احتجاجونه کوي او د علاقې بازارونه او سړکونه به تړل کیږي.

هغه ویلي د دوی غوښتنې اییني دي او د قانون په چوکاټ کې به د خپلو حقونو مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت بیا بیا ویلي د سفري اسنادو د لازمي کېدو له شرطه نه په شا کېږي خو زیاتوي چې د امنیت، انټرنېټي خدماتو، د برېښنا ورکولو او د روغتونونو او تعلیمي ادارو فعالولو ژمنې به پوره کوي.

د سیمې د انتظامیه د مشر یا ډپټي کمشنر ناصر خان د دفتر چارواکي وايي د دوی غوښتنې اورېدل شوي او ورته ویل شوي چې څنګه نوي حکومتنو جوړ شي نو دا ویزې له غوښتنې پرته به په نورو ټولو غوښتنو عمل شروع شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG