لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان کې د اتحادي حکومتونو د پاره په آزاده لویې فیصلې کول ګرانې وي


د پاکستان سیاسي ګوندونو د یو شریک حکومت جوړولو اعلان کړی او وایي ملک دا وخت د مشکل حالاتو نه تېرېږي ځکه یې دا فیصله کړې ده. څېړونکي وایي د داسې شریکو اتحادي حکومتونو د پاره په آزاده لویې فیصلې کول ګرانې وي، که داسې حکومت جوړېږي مشکلات به ورته نور هم زیات شي.

په اتمه فرورې شوو انتخاباتو کې یو سیاسي ګوند هم د قامی اسمبلۍ دومره چوکۍ نه دي ګټلې چې په یواځې سر په مرکز کې حکومت جوړ کړي.

پاکستان مسلم لیګ چې د پاکستان تحریک انصاف حمایت یافته د آزادو امیدوارانو نه پس یې د قامي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلې دي نورو ګوندونو ته يې د اتحادي حکومت جوړولو بلنه ورکړې وه.

تېره شپه پاکستان پیپلز ګوند، متحده قامي موومنټ، پاکستان مسلم لیګ ق، استحکام پاکستان او بلوچستان عوامي ګوند په شریکه اعلان وکړو چې مرکز کې حکومت جوړولو د پاره به دوی د مسلم لیګ حمایت کوي.

خبریال محمود جان بابر وایي دغه شان اتحادي حکومتونو ته په تېرو وختونو کې هم مشکلات جوړ شوي دي، وایي داسې ښکاري راتلونکی حکومت به هم اتحادي حکومت وي او دا مسلې به دې حکومت ته هم وي:

"د داسې حکومتونو ګټې یواځې هغو سیاسي ګوندونو ته رسي چې په حکومت کې شامل وي او داسې اتحادي حکومتونه د ولس د ګټو د پاره څه نه کوي".

بلخوا پاکستان تحریک انصاف په مرکز کې مجلس وحدت المسلمين اؤ خیبر پښتونخوا کې جماعت اسلامي سره د حکومت جوړولو اعلان کړی دی خو جماعت اسلامي د تحریک انصاف سره د مرستې نه معذرت کړی دی.

په اتمه فرورۍ شوو انتخاباتو کې د ګوند دننه یا انټرا پارټي الیکشن نه کولو له وجې انتخاباتو کمیشن پاکستان تحریک انصاف نه د دوی انتخابي نخښه «بېټ» واپس اخیستې وه ځکه د دې ګوند کاندیدانو په آزاد حیثیت په انتخاباتو کې شرکت کړی دی.

د انتخاباتو په نتیجه کې نوی حکومت په داسې حال جوړېږي چې پاکستان د سخت معاشي مشکلاتو اؤ د ترهګرۍ له زیاتېدونکې مسئلې سره مخ دی.

خبریال علي اکبر وایي دې اتحادي حکومت کې شامل هر یو ګوند به دا هڅه وي چې خپلې علاقې د پاره ګتې پورته کړي او د هیواد لویو مسلو ته به د چا پام نه وي. علي اکبر وي او اې ډیوه ته وویل:

"دې وخت د پاکستان تر ټولو لویه مسله خراب معاشي حالات، بې روزګاري، د نورو هیوادونو سره خراب تعلقات او ترهګري ده خو زما نه دی خیال چې اتحادي حکومت به دې لویو مسلو ته څه پام وګرځوي".

د انتخاباتو نه وړاندې هم د پاکستان تحریک انصاف حکومت ختمولو د پاره د نهه سیاسي ګوندونو اتحاد شوی وو او وروسته دوی حکومت هم جوړ کړی وو. ناقدین وایي دې شپاړس میاشتو حکومت هم په مجموعي توګه څه کارکردګي نه وه ښودلې.

په پاکستان کې وړاندې هم د سیاسي ګوندونو اتحادونه جوړ شوي دي خو څېړونکي وايي په تېرو وختونو کې به د سیاسي ګوندونو اتحادونه زیاتره د پوځي امرانو خلاف جوړېدل.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG