لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: امریکايي ادارې او څيړونکو د پاکستان په انتخاباتو اندېښنې څرګندې کړي


يوې امریکايي ادارې په پاکستان کې په اتمه فرورۍ کېدونکو انتخاباتو په وړاندې په ملک کې روانه ترهګري او په سیاست کې د پوځ لاسوهنه لوی چېلنجونه بللي دي.

څیړونکي هم وايي په پاکستان په تحریک انصاف ګوند د لګول شوو بندیزونو له وجې به د انتخاباتو نتیجې باوري نه وي.

د آرمډ کنفلکټ لوکېشن اېنډ ایونټ ډېټا پراجیکټ نومې دې امریکايي ادارې وینا ده، سیاسي جبر، د ترهګرۍ خطر او د پوځ مداخلت پاکستان کې د جمهوري عمل دپاره یو خطر جوړ شوی دی، او د دې له وجې به راتلونکو انتخاباتو په نتیجو پوښتنې راپورته کیږي.

څيړونکی خبريال رفعت الله اورکزی وايي، "د کله نه چې په پاکستان کې د انتخاباتو اعلان شوی دی نو ورباندې شکونه راپورته کيږي، لوی مثال یې دا دی يو غټ ګوند پاکستان تحریک انصاف ته انتخاباتو کې شرکت دپاره کولاو میدان نشته، کاندیدان يې نیول کیږي، انتخابي نخښه ترې اخستل شوې نو په داسې کې کېدونکي انتخاباتو او د دې په نتیجو به شک کیږي".

د دې خبر ترڅنګ ډان ورځپاڼې د امریکې انسټيټیوټ آف پيس د سويلي اسیا يوې مشرې له قوله ويلي، چې پاکستان کې راتلونکو انتخاباتو ته به دوه غټ چېلنجونه وي، يوه ترهګري او بل معاشي مشکلات.

د پاکستان راتلونکو انتخاباتو کې د ترهګرۍ خطر په اړه دا رپورټونه په داسې وخت کې راغلي چې نن هم د خېبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو په يو تاڼه برید کې لس پوليس وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې خبريال عبدالله مومند وايي، "د کال 2008 په څېر دې کال دلته د کېدونکو انتخاباتو دپاره تر ټولو لويه خطره د ترهګرۍ ده، په خصوصي توګه بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبه کې د سیاسي ګوندونو غړو باندې بریدونه کیږي خو دا ځلې به هم د پاکستان اسټبلشمنټ په دې انتخاباتو کې خپل کردار لري".

د پاکستان پوځ څو واري ويلي دي په سیاست کې هیڅ قسمه دلچسپي نه لري خو د پخواني وزیراعظم عمران خان په نوم (دې اکنامومسټ) مجله خپور شوي ليک کې پخواني وزيراعظم دعوه کړې وه، پاکستان کې يو ځل بیا د سیاست اختیار د پوځ په لاس کې دی.

خبريال لحاظ علي وايي، "پاکستان کې سیاسي بې ثباتي زیاته شوې ده، پاکستان تحریک انصاف دعوه کوي ورته انتخابي عمل کې په برخه اخستو شرکت کې يو شمېر مشکلات دي او دا سیاسي بې ثباتي به هم راتلونکي حکومت دپاره يو لوی چېلنج وي خو د دې حل يواځې د سیاسي ګوندونو سره دی او باید چې دا سیاسي ګوندونه د سیاسي ثبات د پاره يواځې کار وکړي.

بیلا بیلو غېر دولتي ادارو هم په پاکستان کې د انتخاباتو په وخت د ترهګرۍ د زیاتیدونکو پېښو سره دلته په میډیا په غېر اعلانیه سنسرشپ اندېښنې څرګندې کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG