لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان الېکشن کمېشن ویلي، انتخابات به هم په اتمه فرورۍ کيږي  


د الېکشن کمېشن په اتمه فرورۍ د انتخاباتو اعلان په سېنېټ کې د هغو دریو قراردادونو په جواب کې کړی دی چې په کې غوښتل شوي چې انتخابات دې وځنډول شي.

څیړونکي او سیاست مداران هم وايي په وخت انتخابات د هیواد د يو شمېر مسلو حل ثابتېدی شي.

په پينځمه جنورۍ د سېنېټر دلاور خان د انتخاباتو ځنډولو قرارداد سېنېټ منظور کړی وو، او د هغه وروسته دوه نورو آزادو سېنېټرانو هم داسې قراردادونه په سېنېټ کې جمع کړي دي.

په يادو قراردادونو کې ويل شوي، سخت د ژمي موسم او ترهګرۍ د زياتېدونکو پېښو له امله دې انتخابات وځنډول شي. خو نن الکېشن کمېشن د سېنېټ د قراردادونو په ځواب کې ويلي، انتخابات به هم په اعلان شوې نیټه کیږي.

پاکستان کې د سوتره انتخاباتو او جمهوريت د ودې دپاره کار کوونکې ادارې فافن مدثر رضوي وايي، که چري د سیکيورټي‌ مسله وي نو انتخابي کمېشن سره په دې حقله هم دا اختیار شته چې پوځ نه مدد واخلي او پوځ او نورې ادارې هم ددې خبرې پابند دي چې د کمېشن په غوښتنه انتخابي عمل په وخت د امنیت ذمه واري واخلي.

پاکستان کې د انتخاباتو ځنډولو قراردادونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې الېکشن کمېشن د انتخاباتو نېټه اعلان کړې او اکثره سياسي ګوندونه د اوږدې مودې نه په هېواد کې د انتخاباتو کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان مسلم لیګ ن يو مشر خواجه آصف وايي، "زمونږ ګوند په وخت انتخابات غواړي خو دا خبره ډېره مهمه ده چې انتخاباتو کمېشن نيټه اعلان کړې ده، سترې محکمې هم انتخاباتو پحقله خپله فیصله اورولې ده نو په داسې حالاتو کې باید چې بل چا ته دا اجازه نه وي چې انتخاباتو د ځنډولو خبره وکړي".

پاکستان کې غټ سیاسي ګوندونه په وخت انتخابات غواړي خو یو بل لوی سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف بیا دا تور هم لګوي چې دوي ته انتخاباتو کې د برخې اخستو مکمله آزادي نه ده ورکړی شوې.

څیړونکي هم وايي چې په وخت انتخابات په دې هم ضروري دي چې دوه صوبو خیبرپښونخوا او پنجاب کې د يو کال نه هم زیات نګران حکومتونه کار کوي.

خبریال لحاظ علي وايي، "دې وخت د هیواد د مجموعي‌ مسلو حل په انتخاباتو کې دی ځکه چې ډېر وخت نه نګران حکومتونه کار کوي ځکه څه لويه او فیصله نه کیږي او دې وخت چې پاکستان ته کوم مشکلات دي که هغه معاشي دي او که نور نو باید چې يو داسې حکومت دې وي چې د دې هر څه ذمه واري واخلي".

د غېر دولتي ادارو رپورټونه وايي پاکستان کې ترهګري زیاته شوې ده او استخباراتي ادارو دوو لویو ګوندونو عوامي نیشنل پارټۍ او جمعیت علما اسلام ته په ممکنه توګه د هدف کېدو په اړه خبرداری ورکړی شوی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG