لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ټاکنو تیارۍ: د سپریم کورټ د وکیلانو تنظیم د انتخاباتو کمیشن د مشر استعفی غوښتې


د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې د کاندیدۍ د پاره د کاغذونو جمع کولو عمل پيل شوی خو د هېواد د سپريم کورټ د وکیلانو تنظیم د انتخاباتو د کمیشن په موجوده مشر باندې سخت تنقید کړی او د هغه نه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.

د وکیلانو مرکزي تنظیم پاکستان بار کونسل هم د نوې حلقه بندیو په ترڅ کې د چیف الیکشن کمشنر په کردار اندیښنې ښودلې دي.

د انتخاباتو کمیشن په یو بیان کې ویلي دي چې څه قسمه فشار به ونه مني او د چا په خوښه به څوکۍ زیاتې نه کړي.

د وکیلانو مرکزي تظیم پاکستان بار کونسل په خپل بیان کې ویلی چې د انتخابي عمل او حقله بندیو پحقله د انتخاباتو د کمیشن د مشر سلوک د هر یو ګوند سره بېل بېل دی.

تنظیم په خپل بیان کې شک څرګند کړی چې دده په موجودګۍ کې صفا انتخابات نه شي کېدی خو دې تنظیم تر اوسه د کمیشن د مشر د استفې غوښتنه نه ده کړې، البته سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د استفی غوښتنه کړې ده.

د پاکستان بار کونسل مرستیال مشر هارون رشید وایي، د انتخاباتو پر کمیشن یې اعتراض دا دی چې د کومو ښارونو آبادي زیاته ده هلته څوکۍ کمې دي او د کومو چې آبادي کمه ده هلته څوکۍ زیاتې ساتل شوې دي:

"د حافظ آباد او هري پوري آبادي د 13 لکه نه زیاته ده، هلته د پارلیمان ېو څوکې ده او د جهلم آبادي هم 13 لکه ده خو هلته د قامي اسمبلۍ دوې څوکۍ دي، دغه شان بلوچستان اؤ خیبر پښتونخوا کې هم د څوکیو تقسیم د آبادۍ په تناسب نه دی شوی".

د انتخاباتو کمیشن ویاند له ځینو مطبوعاتو سره د خبرو په وخت دغه تورونه رد کړي دي او‌ ویلي یې دي چې د چا په خواهش څوکۍ نه شي زیاتولای.

د پاکستان درو لویو ګوندونو تحریک انصاف، مسلم لیګ نواز او پیپلز پارټۍ هم د وکیلانو د تنظیمونو لخوا د چیف الیکشن کمیشنر د لرې کولو غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې د دې له وجې به یو سیاسي بحران جوړ شي.

په پاکستان کې د قانون جوړونې او د ټاکنو د شفافیت جاج اخیستونکې ادارې پلډیټ مشر احمد بلال محبوب وایي د انتخاباتو کمیشن په مشر باندې د وکیلانو د تنظیمونو اعتراض سم نه ښکاري:

"که چېرې د دې تنظمونو په نویو حلقه بندیو څه اعتراض دی نو دا حقله بندۍ یواځې د چیف کمیشنر په خوښه نه دي شوې، ددې یو طریقه کار وي او د انتخاباتو کمیشن د پینځو غړو په سلا دا عمل سر ته رسيږي، که په حقله بندیو اعتراض دی نو باید بیا د کمیشن د موجوده پینځو غړو د لرې کولو مطالبه هم وشي".

څېړونکي وایي که چېرې موجوده چیف الیکشن کمیشنر لرې کړی شو نو انتخابات به د اوږدې مودې د پاره د خنډ ښکار شي ځکه چې وایي بیا د قانون ترمخه د نګران چیف الیکشن کمیشنر سره دا اختیارات نه وي چې عام انتخابات وکړي.

خو څېړونکي بیا دا هم وایي چې زیاتېدونکې ترهګري هم د انتخاباتو د ځنډ یوه وجه جوړېدی شي. وکیل ذوالفقار بټه وایي، "مونږ غواړو انتخابات په وخت وشي خو که چېرې پاکستان کې د ترهګرۍ څه مسله زیاته شوه بیا ویره ده چې د امنیت د خطر له وجې بیا انتخابات ځنډېدی شي".

په اتم فروري کېدونکو انتخاباتو د پاره په انتخاباتو کمیشن کې د کاندیدانو یا امیدوارانو د نامزدګۍ د کاغذونو جمع کولو عمل د دسمبر له 20مې پیل شوی دی او د دسمبر تر 22مې به دوام لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG