لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوم برګ: امکان دی د پاکستانۍ روپۍ ارزښت راروان کال د يو ډالر په مقابل کې 350 ته ورسي


د پاکستان مرکزي حکومت وایي امکان دی چې ایي ایم ایف پاکستان ته د لنډ مهاله لوظنامې لاندې 700 ميلينه ډالره هم ورکړي خو اقتصادي چیلجونه به روان وي.
د پاکستان مرکزي حکومت وایي امکان دی چې ایي ایم ایف پاکستان ته د لنډ مهاله لوظنامې لاندې 700 ميلينه ډالره هم ورکړي خو اقتصادي چیلجونه به روان وي.
نړیوالې خبري ادارې بلوم برګ امکان څرګند کړی چی په 2024 کی به د ډالر په مقابل کی د پاکستان روپۍ 350 ته ورسېږي او پاکستانۍ روپۍ به په ایشیایی منډۍ کې تر ټولو مزوري کرنسي جوړه شي.
اقتصاد پوهان وایي په پاکستان د قرضونو د بيرته ورکولو بوج زیات دی او پاکستان ته غېر ملکي زرمبادله نه راځي. دوی وايي د ملک په کچه د امدن او د اخراجاتو تر منځه د زیات فرق له وجې به پاکستانۍ روپۍ د فشار د لاندې وي.

بلوم برګ په خپل رپورټ کی وایي د روان کال په اخېره کی امکان دی چې یو ډالر 350 روپو ته ورسېږي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي پاکستان روان مالي کال د قرضو د واپسۍ او کرنټ اکاونټ خسارې په مد کې 25 اربه ډالره ته ضرورت لري. حکومت وايي چې دې کی به د نیمو قرضو مېعاد وغځول شي خو نزدې د 12 اربه ډالرو بندوبست به کول وي چی په کې د 6 اربه ډالرو پاکستان بندوبست کړی. په نړی وال مارکیټ کې د زیات سود له وجې به پاکستان ته په نورو قرضو اخستو کې مشکلات پېښ وي.

سجاد احمد وايي “دا وخت پاکستان سره د 6 اربه ډالره نور کمی دی چې قرضونه واپس کړي او بله دا چې غیر ملکي زرمبادله ذخیره هم زیاته کړي. د تجارتي خسارې او د قرضونو د واپسۍ له وجې زمونږه د زرمبادله ذخیره نه سېوا کیږی او د هغی له وجې پاکستانۍ روپی د فشار سره مخ ده مونږه یوازې کولی شو چې خپل ملک د دیوالیه کیدو څخه بچ اوساتو،،

د پاکستان مرکزي حکومت وایي امکان دی چې ایي ایم ایف پاکستان ته د لنډ مهاله لوظنامې لاندې 700 ميلينه ډالره هم ورکړي خو اقتصادي چیلجونه به روان وي.

د پاکستان نیشنل اکاونټس کمیټي وایي د روان مالي کال په وړمبو دریو میاشتو کې د اقتصادي پرمختیا کچه 2.13 فیصد ته زیاته شوې.

د بلوم برګ په رپوړټ کی ویل شوي په روان مالی کال د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ 20.73 فیصد غورځېدلې او یو ډالر 60 روپۍ ګران شوی و.

د اقتصادي چارو پوهان وایي په ملک کې د زیاتې ګرانۍ او د تجارتي خسارې له وجې هم پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخامخ ده.

په ستېپټمبر کې د روپۍ په مقابل د ډالر بيعه 307 روپو ته رسیدلی وه خو د مرکزي بينک او حکومت د ګامونو اخستلو وروسته د یو ډالر بيعه 276 روپو ته راکوزه شوې وه. اوس یو ځل بیا ډالر بره ختلی او په انټر بینک مارکیټ کې یو ډالر په 285 روپۍ بدلېږي. د اقتصاد ماهر طاهر امین وايي په پاکستان کې د ډالرو کمی دی.

هغه وايي “په ملک کی ډالرز نشته، او د درامداتو هغه هومره اجازه نه ورکول کیږي. کله چې هم په ایمپوړټس کی اضافه کیږی نو دې دپاره به ډالرز پکار وي او زرمبادله ذخیره د 7 اربه ډالره نه کمه ده نو کله چې ډالر د مارکیټ نه اوځي نو هغې سره د روپۍ قیمت کمیږي”.

د اقتصاد پوهان وایي د پاکستان ترصيلات زر کم دي، بهرنۍ پانګونې هم نه کیږي او د درامدي خام مال د نشتوالي په وجه هم برآمدات په ځای ولاړ دي.

راروان کال په پاکستان کې د نوو عامو انتخاباتو اعلان شوی دی او د پوهانو وینا ده چې د انتخاباتو د اعلان په نتیجه کې به د اقتصاد په برخه کې غېریقیني صورتحال دوامداره پاتې شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG