لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان د زياتېدونکي هر اړخيزه تشدد د خطر سره مخ هيوادونو په اول سر کې دی


د نسل وژنې د مخنيوي دپاره د سايمن سکاچ مرکز او د نړيوالي پوهنې ډکي سنټر په خپل تازه رپورټ کې پاکستان د هغو هېوادو په نوملړ کې په اول نمبر شمار کړی کوم هيوادونه چې د ترهګرۍ، مذهبي تندروۍ او سياسي بې ثباتۍ له امله د تشدد د خطر لاندې دي.

په رپورټ کې افغانستان په اووم نمبر ياد کړی شوی چرته چې د رپورټ ترمخه د طالبانو د واک وروسته هدفي وژنې او په مذهبي غونډو بريدونه سېوا شوي دي.

بلومبرګ خبري ادارې چې د څيړنيزې ادارې رپورټ خپور کړی پکې ويل شوي، پاکستان د ګڼو بشري او امنيتي چېلنجونو سره مخ دی چې پکې د تحریک طالبان پاکستان لخوا تشدد سېوا کېدل هم شامل دي.

دا رپورټ په داسې حال کې خپور کړی شوی چې تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او په ټول ملک کې د حملو کولو وروسته يې په 30 نومبر په کوټه کې د پوليسو په ټرک ځانمرګی بريد او له دغې وروسته د نورو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS مشر عامر رانا وايي، دا لړۍ به نوره سېوا کيږي او په بريدونو کې د سېوا والي امکان دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، که څه هم د تشدد کچه دا وخت هغه نه ده کومه چې د کال 2013 او 14 په وخت کې وه خو په راتلونکې ورځو کې په دې بريدونو کې تندوالی ليدل کيږي.

د څيړنيزې ادارې د وړاندې نه د خبرداري پروژې په رپورټ کې ويل شوي د داعش لخوا د حملو خطر، په مذهبي لږکیو ډله ييز بريدونه او په ملک کې روان سياسي کړکېچ هغه لاملونه دي چې پاکستان د تشدد لاندې لومړی هېواد ګرځوي.

څيړونکی پروفېسر خورشيد خان وايي، د داعش د مختلفو دهړو په اړه ويل کيږی چې د دوی [طالبانو] سره په معاهده کې دي او بيا د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په اړه ويل کيږي چې هغوی هم د ټي ټي پي سره جوړ جاړی دی، نو که دوی يو کيږي نو خطره نوره ډېره سېوا کيږي.

ډاکټر عامر رانا وايي، چې د تشدد زياتېدونکي خطر بيا د رياست پاکستان ځوابي تګلاره نه ښکاري کومه چې ډېره مهمه خبره ده.

خو پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله ويلي که يوې خوا ته تحريک طالبان پاکستان د ټولې خطې د امن لپاره خطر دی نو ورسره دا هم ويلي چې يو څوک هم دومره قوت نه لري چې د پاکستان تر وس دې وتلی وي، هغه ويلي د پاکستان ولس دې ويره نه کوي.

هغه ويلي، "په خېبر پښتونخوا او په بلوچستان کې چې څه روان دي د دې معنا دا نه ده چې يو قوت زمونږ تر اختياره وتلی دی، د دوی ( ټي ټي پي) چې کوم تعداد او قوت دی هغه مونږ ته معلوم دی، زه د پاکستان ولس ته دا يقين ورکوم چې دا لږه د تشويش خبره ضرور ده خو دا ويره بايد ونه شي چې دوی به بيرته سر پورته کړي".

د اکتوبر په میاشت کې څيړنيزې ادارېPIPS په خپل وروستي رپورټ کې ويلي وو، په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.

په یاد رپورټ کې ویل شوي وو، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي وو او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG